جمعه , دسمبر 4 2020
کور / خبرونه / افغانستان / بهرنيان: طالبان د جګړې له لارې په افغانستان کې واک نه شي ترلاسه کولای

بهرنيان: طالبان د جګړې له لارې په افغانستان کې واک نه شي ترلاسه کولای

په افغانستان کې د برتانیا سفیر وايي، وسلوال طالبان باید دا خوب له سره وباسي چې په جګړه کې به بریالي شي.

نوموړي رسنيو سره خبرو کې وویل، هېواد یې د افغانستان لپاره د امریکا د نوې ستراتیژي ملاتړ کوي.

د هغه په خبره، دا ستراتیژي طالبانو ته روښان پیغام لري او هغه دا چې د جګړې له لارې د افغانستان په سیاسي راتلونکي کې رول نشي ترلاسه کولی.

“اوس د دي موضوع په پېژندلو سره باید طالبان دې فکر ته وهڅېږي چې که د افغانستان لپاره کومه هیله لري، که غواړي، په دغه هېواد کې یې نظر واورېدل شي، یا د افغانستان لپاره سیاسي او ایډیولوژیک پروګرام لري او په دې اند دي چې د دوی دا پروګرام په پام کې ونیول شي، نو باید له نورو افغانانو سره سیاسي بهیر او په ګډه سیاسي حل لار وپلټي، هغوی په هیڅ ډول هم نشي کولی له پوځي لارې هدف ته ورسېږي”.

خو د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د څار ادارې یا “سیګار” تېره سې شنبه وویل، وسلوالو طالبانو په تېرو شپږو میاشتو کې تر خپل واک لاندې سیمه پراخه کړې ده.

د سیګار په رپوټ کې ویل شوي د روان کال په فبرورۍ کې د افغانستان ۱۱ سلنه خاوره چې ۵۴ ولسوالۍ دي د طالبانو تر کنټرول لاندې وه، یا دوی پکې نفوذ درلود.

“خو د تېر اګست په میاشت کې دا سلنه ۱۳ ته پورته شوې ده. دا په دې معنا ده چې کابو ۷ لکه اضافي وګړي اوس د ا فغانستان په داسې سیمو کې ژوند کوي چې هلته وسلوال طالبان واکمن دي او یا هم پکې نفوذ لري”.

سره له دې چې امریکا په افغانستان کې د خپل پوځي ماموریت د پراخولو ژمنه کړې، د سیګار وروستی رپوټ څرګندوي چې په دې هېواد کې امنیتي وضعیت تر پخوا ډېر خراب شوی دی.

د برتانیا سفیر  دا هم وویل، چې هېواد یې له پاکستان غواړي په خپله خاوره کې د وسله والو د پټنځایونو او افغانستان ته د هغوی د تګ مخنیوي وکړي.

“پاکستان له خپلې خاورې افغانستان ته د ترهګرو د تګ راتګ په مخنیوي او د دوی د پټنځیو په کمولو سره په ریښتیا په افغانستان کې د تلپاتې سولې په ټینګولو کې مهم رول لوبولی شي. زما په اند افغانستان ته د پاکستان د لوی درستیز وروستي سفر د دې دوو هېوادونو د اړیکو د ښه والي لپاره هیلې پیدا کړې دي”.

 

 

نیکلاس کي وايي، هېواد یې له افغان حکومت سره د مرستو دوام ته ژمن دی او باور لري چې کابل په ولسي او پوځي ادارو کې له فساد سره د مبارزې لپاره د سمون پروګرامونه پیل کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: