شنبه , سپتمبر 26 2020
کور / خبرونه / افغانستان / بهرنیان په افغانستان کې مخدره توکي نه، د پروسس مرکزونه یې له منځه وړي

بهرنیان په افغانستان کې مخدره توکي نه، د پروسس مرکزونه یې له منځه وړي

چې بهرنیانو په افغانستان کې د نشه یي توکو د پروسس د مرکزونو د وېجاړۍ نوي عملیات پيل کړي او په لومړۍ شپه يې په هلمند کې د مخدره توکو اته مرکزونه وېجاړ کړي دي.

د ولسي جرګې یو شمېر غړي او سیاسي شنونکي وايي، بهرنیان په افغانستان کې مخدره توکي له منځه نه وړي بلکې یوازې د پروسس مرکزونه یې د دې لپاره په نښه کوي چې په اروپا او امریکا کې دوی خپل مرکزونه لري او غواړي چې د نشه يي توکو د پروسس له درکه ترلاسه کېدونکې ګټه له دوی پرته بل چا ته ونه رسيږي.

بهرنیانو په داسې مهال د مخدره توکو د پروسس مرکزونو له منځه وړلو عملیات پيل کړي، چې نیویارک ټایمز ورځپاڼې اونۍ وړاندې په یوه راپور کې ویلي وو، سږ کال له افغانستان د پروسس شویو مخدره توکو د قاچاق کچه لوړه شوې ده.

د ولسي جرګې غړی عبیدالله بارکزی وایي، په افغانستان کې د مېشتو بهرنیانو په تګلاره کې د نشه يي توکو له منځه وړل نه دي شامل او د دوی هڅه دا ده چې د دغه توکو تولید نور هم زیات شي.

بارکزي مسیر ورځپاڼې ته وویل:

«دوی د مخدره توکو د پروسس مرکزونه له منځه وړي خو د مخدره توکو تولید ته بیا سرې سترګې ناست وي؛  د پروسس د مرکزونو د له منځه وړلو موخه دا ده چې په امریکا او لندن کې د دوی د پروسس مرکزونه وزګار نه شي».

دی وایي، د بهرنیانو تګلاره دا ده چې د مخدره توکو ګټه باید افغانانو ته ونه رسیږي، نو ځکه په دوه درې کیلو نشه يي توکو یو بزګر په شل کاله حبس محکومیږي؛ خو دوی چې زرګونه ټنه نشه يي توکي قاچاقوي څوک پوښتنه ترې نه شي کولی.

بارکزی وايي، هغه نشه يي توکي چې په افغانستان کې تولیدیږي، په موټر سایکل او کچرو له افغانستان څخه نه ایستل کیږي، بلکې د همدې بهرنیانو الوتکې یې وړي او په اروپا او امریکا کې پروسس کیږي.

د دفاع وزارت یوه مسوول اونۍ وړاندې له خبریالانو سره په یوه شخصي ناسته کې ویلي وو، چې د افغانستان له نشه يي توکو په نړۍ کې په کلني ډول تر ۷۶ ميلیاردو ډالرو ډېرې پيسې تر لاسه کیږي.

په دې حساب افغان جګړه د بهرنیانو لپاره یوه ستره عایداتي سرچینه ده او که هر کال د دې پيسو پنځه ميلیارده افغانستان ته د عادي او انکشافي بودجې لپاره هم ورکړي، پاتې پیسې یې د دوی جېبونو ته رسیږي.

هلمند کې مېشت مدني فعال اسماعیل شريعتیار وايي، په هلمند کې په داسې مهال د مخدره توکو د پروسس د مرکزونو د وېجاړي عملیات پيل شوي، چې د کوکنارو کښت میاشت وړاندې ټول شوی.

هغه مسیر ورځپاڼې ته وویل:

«تریاک ټول شول، وپلورل شول او ښايي له افغانستان هم وتلي وي؛ خو حکومت او بهرنیان اوس راغلي او د پروسس په مرکزونو پسې یې عملیات پيل کړي».

شريعتیار وايي، سږ کال په هلمند کې په لوی لاس د کوکنارو کر ته زمینه برابره شوه او ټولې هغه سیمې چې کوکنار پکې کرل شوي وو، دولت د کال په سر کې پرې اېښې وې.

خو ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې مخدره توکي د افغان جګړې د تمویل د یوې سترې سرچینې په توګه کاریږي او تر دې وروسته به یې د پروسس مرکزونه د افغان ځواکونو او بهرنیانو له لوري په ګډه له منځه وړل کیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: