یکشنبه , نوومبر 29 2020
کور / خبرونه / بي پي ایل: پایلوبه کې د کرس ګیل ۱۸ شپږیزې

بي پي ایل: پایلوبه کې د کرس ګیل ۱۸ شپږیزې

د بنګلدیش غوره لیګ سیالیو پایلوبه کې کرس ګیل ۱۸ اسمان څکې شپږیزې ووهلې چې په نړیواله کچه د یوه لوبغاړي لپاره په ۲۰ اوریزو لوبو کې تر ټولو ډيرې شپږیزې دي.

نن سه شنبه په بي پي ایل سیالۍ کې د رانګپور رائيډرز او ډهاکه ډاینامیټس تر منځ پایلوبه ترسره شوه چې رانګپور لوبډلې ډهاکه لوبډلې ته په ۵۷ منډو ماتې ورکړه او د ۲۰۱۷ بي پي ایل سیالۍ جام یې په لومړي ځل خپل کړ.

په دغه لوبه کې د ټولو پام د ویسټ انډيز چټک توپ وهونکي کرس ګیل ته سترګې وې، چې هغه هم د ۱۸ اسمان څکو شپږیزو په وهلو د پایلوبې خوند برابر او د خلکو زړونه وګټل.

کرس ګیل د لوبې او ۲۰۱۷ جام غوره لوبغاړی ونومول شو، نوموړي څو نړیوال ریکارډونه جوړ کړل چې په لاندې ډول دي:

نوموړي په یوه لوبه کې تر ټولو زیاتې ۱۸ شپږیزې ووهلې چې خپل پخوانی ۱۷ شپږیزو ریکارډ یې مات کړ، همدارنګه لومړنی لوبغاړی دی چې په ۲۰ اوریزو لوبو کې ۲۰ سلیزې وهي، چې تر دې دمه هیڅ کوم لوبغاړي دغه ریکارډ نه دی خپل کړی، نوموړی لومړی لوبغاړی دی چې په ۲۰ اوریزو لوبو کې مجموعي ۱۱۰۰۰ او د ۲۰ اوریزو پایلوبه کې تر ټولو زیاتې ۱۴۶ منډې جوړې کړې، په بي پي ایل کې یې تر ټولو ډيرې ۵ سلیزې وهلي، په ۲۰ اوریزو لوبو کې تر ټولو ډيرې ۸۱۹ شپږیزې لري، او لومړی توپ وهونکی دی چې په بي پي ایل کې له ۱۰۰ زیاتې شپږیزې وهلي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: