شنبه , مې 8 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / بې پیلوټه الوتکې په هسکه مينه کې درې داعش وسله وال وژلي

بې پیلوټه الوتکې په هسکه مينه کې درې داعش وسله وال وژلي

د افغانستان په ننګرهار ولایت کې ځایي امنیتي چارواکي وایي د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش وسله والو پر یوه پټنځای امریکایي ځواکونو هوایي برید ترسره کړی چې په ترڅ کې يې درې وسله وال وژل شوي.

چارواکي زیاتوي، چې د داعش وسله والو پر خلاف تازه هوایي برید د هسکې مینې ولسوالی په اړوند سیمه کې ترسره شوی.

د ننګرهار امنیه قومانداني هم په یوه بیان کې لیکلي، چې د ننګرهارولایت هسکې مینې ولسوالی په مربوطاتو کې درې داعش وسله واله وال ووژل شول .

خبرپاڼه زیاتوي، چې تیره ورځ د هسکې مینې ولسوالی د اوغز په ساحه کې د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې د داعش په پټنځای هوایي برید ترسره کړی چې په ترڅ کې درې تنه داعش وسله وال وژل شوي .

د امنیه قومانداني په وینا، په ترسره شوی برید کې ملکي وګړو ته زیان نه دې اوښتې .

د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *