دوشنبه , مارچ 1 2021
کور / خبرونه / قبايل / تبليغي اجتماع ته روان بس لويدو پېښه کې ۹۰ کسان مړه او ژوبل دي

تبليغي اجتماع ته روان بس لويدو پېښه کې ۹۰ کسان مړه او ژوبل دي

د پاکستان د پنجاب ایالت په چکوال ولسوالۍ کې یو مسافر وړونکی بس موټر ګړنګ ته لوېدلی، چې له امله یې ۲۴ تنه وژل شوي او ۶۶ تنه نور ټپیان شوي دي.

د پنجاب ځايي پولیسو ویلي، پېښه تېره شپه د چکوال ولسوالۍ په کلرکهار سیمه کې شوې او مړه او ټپیان تبلیغان دي.

د رسنیو د راپورونو له مخې، بس د خیبر پښتونخوا له کوهاټ سیمې نه رایونډ ته روان و او سپرلۍ یې هم د اړوندې سیمې دي.

يوه بله سرچينه وايي کوهاټ نه د رايونډ تبلیغي اجتماع ته روان بس لوېدو په پېښه کې پنځویشت کسان مړه اوپنځوسو نه ډېر ژوبل شوي دي. سرچينه وايي دغه پېښه د پنجاب سيمې تله ګنګ کې دچهارشنبې په شپه هغه مهال رامنځ رامنځ ته شوه چې تبليغي اجتماع ته روان دغه بس موټر د پله نه لاندې ولوېده.

د پېښې نه وروسته امنيتي کسانو مړه او ژوبل د سيمي ځايي روغتون ته رسولي او د دغه ځای نه ډېر ژوبل شوي کسان د پنډۍ روغتون ته وړل شوي دي.

دمعلوماتو له مخې په دې بس موټر کې تر ۹۰ پورې کسان سپاره وو، دوی د کوهاټ لاچۍ سيمې نه رايونډ کې د تبلغيانو يوې شروع کېدونکې اجتماع ته روان وو.

یاده دې وي، د پنجاب مرکز لاهور کې د تبلیغیانو ستر مرکز رایونډ دی، چې هر کال زرګونه خلک ورځي.

 

 

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *