سه شنبه , دسمبر 1 2020
کور / خبرونه / افغانستان / تخار د امنيه قوماندانۍ د وسله تون د مسوول له کور څخه سپکې اودرندي وسلې تر لاسه شوي دی

تخار د امنيه قوماندانۍ د وسله تون د مسوول له کور څخه سپکې اودرندي وسلې تر لاسه شوي دی

د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار عبدالخليل اسير رسنیو ته ویلي  تېره شپه د امنيې قوماندانۍ د وسله تون د مسوول ساتمن بريالي په کور کې د نوموړي او يو بل ساتمن محمد اصف تر منځ لومړى لفظي او بيا وروسته فزيکي شخړه شوې ده.

هغه وايي چې په دې شخړه کې ساتمن اصف ټپي شوى او وروسته بيا پوليس د بريالي کور ته ورغلي دي.

د هغه په وينا، کله چې پوليسو د بريالي کور پلټلى، ٢٣ ميله کلاشينکوفونه، دوه ميله راکټ، يو ميل پيکا، ١٦ تومانچې، څلور چره ييز ټوپک، دوه رينجر، يو موټرسايکل او سلګونه د راکټونه او نورې مرمۍ ترلاسه شوې دي.

اسير زياته کړه: ((دغه ټولې وسلې يې په غير قانوني ډول په خپل کور کې ساتلې چې پوليسو ترلاسه کړې دي.))

ده وويل چې ساتمن بريالی د پوليسو له لوري نيول شوى او اوسمهال په توقيف کې دى.

داسې مهال په تخار کې د امنيې قوماندانۍ د وسله تون د مسوول له کور څخه وسلې ترلاسه کېږي چې په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې د نا مسوولو وسله والو شمېر هم ورځ تر بلې مخ په ډېرېدو دى

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: