سه شنبه , اپریل 20 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / ترکیې دافغانستان او پاکستان ترمنځ دمنځګړتوب وړاندیز کړی

ترکیې دافغانستان او پاکستان ترمنځ دمنځګړتوب وړاندیز کړی

ترکیې دافغانستان اؤ پاکستان ترمینځ داړیکو په ښه کولو کې دخپل هر ډول رول ترسره کولو وړاندیز کړی خو دافغانستان ولسمشر ښاغلي اشرف غني وایي هیواد یې پاکستان سره یوازې یوازې هیواد په هیواد خبرو کولو ته چمتو دی.

په استنبول کې دترکیې د ولسمشر طیب اردوغان اؤ افغان ولسمشر اشرف غني ترمینځ شوې لیدنه کې دترکیې ولسمشر ویلي چې هیواد یې دې ته چمتو دی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو په برخه کې اقدام وکړي او په دې برخه کې به هیڅ ډول هڅې ونه سپموي.
دافغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ لخوا د ورکړل شوي بیان له مخې په دغه لیدنه کې ښاغلي اشرف غني ویلي چې دافغانستان او امریکا د نوې ستراتیژۍ موخه په افغانستان او سیمه کې د سولې او ثبات ټینګښت دی او د افغانستان حکومت به د رامنځته شوي فرصت څخه مثبته او موثره استفاده وکړي.
هغه زیاته کړې ده چې دافغانستان حکومت تل مذاکراتو ته چمتو ؤ اوس هم په دوه بُعدونو کې د پاکستان سره دولت په دولت او طالبانو سره بین الافغاني مذاکراتو ته چمتو دی.
دبیان له مخې په دغه ناسته کې د ترکیې جمهور رئیس د جنوبي اسیا او افغانستان لپاره د امریکا متحدو ایالتونو نوې ستراتیژۍ د اعلان هرکلی کړی او هغه یې د سیمې د وضعیت د تغیر لپاره مثبته ګڼلې ده.
دافغانستان اؤ پاکستان ترمینځ اړیکې د تیرې ډیرې مودې راهسې تاوژنې دي اؤ افغان چارواکي تور لګوي چې ددغه هیواد څخه ورانکاري د افغانستان په خاوره ترهګري کوي.
خو پاکستان مدام دافغانستان دغه تورونه رد کړي او وایي افغانستان کې دسولې پلوي دي.
دپاکستان اؤ افغانستان ترمنځ داړیکو ښه کولو لپاره دامهال امریکا اؤ چین هم دمنځګړي رول ترسره کوي خو ورسره امریکا پخپله هم په پاکستان تورونه لګوي چې خپله خاوره کې یې ترهګرو ته خوندي‌ ځالې ورکړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *