چهارشنبه , دسمبر 2 2020
کور / خبرونه / افغانستان / تر ټولو کشره ښځه له نړۍ راوګرځېده

تر ټولو کشره ښځه له نړۍ راوګرځېده

ښایستې واعظ تر ټولو د کشرې ښځې په توګه له درستې نړۍ څخه په یو ماشینه الوتکه کې د راګرځېدو ریکارډ جوړ کړ.

دېرش کلنه واعظ خپله (Beechcraft Bonanza A36) الوتکه تېره شپه د امریکا په فلوریدا کې کښته کړه.
دا په دې سفر کې په ۱۳۸ ځایونو کې تم شوه او د جولای په میاشت کې کابل ته هم راغله.

اغلې واعظ تېر ماښام فلوریدا ته له رسېدو وروسته پر ټویټر ولیکل چې له خپلې الوتکې مننه کوي.

ښایسته پر افغانستان د شوروي اتحاد د یرغل په کلونو کې د پاکستان د کډوالو په یوه کمپ کې زېږېدلې، خو وروسته له دې چې کورنۍ یې امریکا ته لاړه، هلته یې پېلوټي زده کړه.

اغلې واعظ خپل دا تاریخي سفر د سږ کال د مې په میاتشت کې د فلوریدا ایالت له ډې تونا (Daytona) ساحله پیل کړو نوموړې ۲۵۰۰۰ مایله سفر وکړ او له ۲۲ هیوادونو تېره شوه.

په دغو هیوادونو کې افغانستان شامل نه و خو وروسته له دې چې دا په خپله سپکه الوتکه کې دوبۍ ته ورسېده، له هغه ځایه په مسافري الوتکه کې د خپل هیواد لیدو ته راغله، له ولسمشر غني او ګڼو نورو افغانانو سره یې ولیدل.

هغې په افغانستان کې وویل،  چې د دې سفر هدف یې دا نه دی چې نړیوال ریکارډ جوړ کړي؛ بلکې غواړي چې ښځې او ځوانان د هوايي – فضايي چارو، ساینس او ټکنالوژۍ زده کړې ته وهڅوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: