پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / تښتول شوی هندي انجينر خوشې شوی

تښتول شوی هندي انجينر خوشې شوی

د میدان وردګ ولایتي چارواکي وايي، هغه هندي انجینر چې څلویښت ورځې وړاندې په دغه ولایت کې یوې وسله والې ډلې تښتولی وو، تیره ورځ ژغورل شوی دی.

د میدان وردګ د ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند نقیب الله امیني امریکا وویل چې یوې وسله والې ډلې د نیکا په نوم د افغانستان د بریښنا د موسسې یو قراردادي انجینر د تښتولو وروسته د میدان وردګ ولایت د سیداباد په ولسوالۍ کې ساتلی و.

ښاغلي امیني وویل: ( یوه نیمه میاشت وړاندې د نیکل په نوم هندي انجینر هغه وخت د سړي تښتوونکو یوې وسله والې ډلې له خوا وتښتول شو چې پر سبا یې غزني ولایت سره د وارداتي بریښنا مزي نښلول کیدل، چې د ورځې په پای کې کله چې دا انجینر خپل ځای ته ستنیده، وتښتول شو).

ښاغلي امیني وویل چې پولیسو د دغه انجینر د خلاصون لپاره څلور ځلې عملیات وکړل، خو سړي تښتوونکو به د هغه د ساتلو ځای بدلوه چې له امله یې دوی ونه شوکړلی چې دا انجینر راخوشې کړي.

هغه وویل چې دغې ډلې د هندي انجینر د خوشې کولو په بدل کې پیسې غوښتلې، خو چا ورته پیسې ورنکړې.

ښاغلي امیني وویل: ( مونږ پرسړي تښوونکو ډلې باندې خپل استخبارتي فشارونو ته دوام ورکړ چې بالاخره د پنجشنبې د ورځې په څلوربجو وسله والو  دغه انجینر د دشتي توپ په سیمه کې خوشې کړ ).

هغه وویل پولیسو له وړاندې هغې سیمې ته ځانونه رسولي وو، چیرته چې دا انجینر خوشې کیده. د میدان وردګ د پولیسو ویاند وویل چې هندي انجینر په کابل کې هند سفارت ته سپارل شوی دی.

د میدان ورک د پولیسو ویاند وايي د دغې پیښې په تړاو د افغانستان د بریښنا شرکت یو مامور هم د شک پر بنیاد نیول شوی، چې پلټنې ورڅخه روانې دي.

د چارو شنونکي وايي په افغانستان کې د هغو بهرنيو انجنيرانو د وژلو او تښتولو پېښې د ځانګړو وسله والو ډلو لخوا د ځانګړو اهدافو لپاره ترسره کېږي او هر هغه بهرني انجنير تر ګواښ لاندې وي، چې د اوبو بندونو ، برېښنا او نورو بنسټيزو پروژو کې کار کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *