په پروان کې امنیتي چارواکي وايي، په وروستیو دوو میاشتو کې تر ۱۰۰ زیات مشکوک مجرمین نیول شوي دي.
په پروان کې له جنايي جرمونو سره د مبارزې د ادارې مدیر فرهاد هاشمي پرون شنبه ازادي راډیو ته وویل چې په وروستیو دوو میاشتو کې يې ۱۰۶ جنايي پېښې ثبت کړي دي.
فرهاد هاشمي زیاته کړه:
“هغه ۱۰۶مشکوک کسان چې په قتل، غلا او نورو جرمونو يې لاس درلود، نیول شوي او عدلي ادارو ته معرفي شوي دي. یو شمېر کسان چې تښتېدلي، د هغوی په لټه کې یو.”
د ازادي راډیو خبریال وايي، په پروان کې د غیر مسؤلو وسلهوالو او غلو د زیاتېدو له امله ډېر خلک نورو ولایتونوته کډې کوي.
د پروان یو شمېر اوسېدونکو ازادي راډیو ته ویلي چې له وسلهوالو ډلو او غلو سره باید قانوني چلند وشي
ازادی رادیو