د پاکستاني رسنیو په حواله وژل شوی کس رانا نیار اقبال نومیده او د پاکستان د سیالکوټ ښار اوسیدونکی و. نوموړي په قونسلګرۍ کې د ویزو ورکولو په څانګه کې کار کاوه. هغه دوشنبه مازيګر دافغانستان د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې د ناڅرګندو وسله والو له لوري په ډزو سره وژل شوی دی.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼی وايي د پاکستان د قونسلګرۍ دغه کارکوونکی د ډيپلوماتيکو اصولو په خلاف د اړوندو مسوولينو له خبرولو پرته ښار ته وتلی و، چې د ناڅرګندو وسله والو له لوري په ډزو ووژل شو.
پاکستاني رسنيو ويلي، چې وژل شوی پاکستانی لوړپوړی ډيپلوماټ و، خو عطاءالله خوږیاڼی وايي، چې نوموړی ډيپلوماټ نه، بلکې د ويزې د برخې عادي کارکوونکی و.
د ننګرهار د امنيه قومندانۍ وياند حضرت حسين مشرقي وال د پاکستاني قونسلګرۍ د کار کوونکي وژنه تاييد کړې او زياتوي، چې د پېښې په ځای کې يوه کمبله او نوره سودا موندل شوې، چې شايد د وژل شوي پاکستاني وي.
د ننګرهار ولايت چارواکو ويلي، چې د پېښې په اړه يې پلټنه پيل کړي، خو تر اوسه په دې اړه څوک نه دي نيول شوي.
د بريد پړه هم تر اوسه چا نه ده منلې.