شنبه , دسمبر 5 2020
کور / خبرونه / قبايل / جماعت الاحرار له هېچا سره اړيکې نه لري

جماعت الاحرار له هېچا سره اړيکې نه لري

 

د جماعت الاحرار په اړه تر دا اوسه د ځينو روڼ اندو او څېړونکيو داسې ګمان و، چې دغه ډله به له چا سره اړيکې لري، خو کله چې د سپتمبر په ۳۰ مه نېټه د رسنیو دغې خبر په سودا کې اچولي دي چې پکې راغلي وو:

( د افغان دولت ځانګړو ځواکونو په شپنیو عملياتو کې د جماعت الاحرار ډلې اووه تنه ملګري د یو مهم قوماندان په ګډون لاس په لاس جګړه کې ووژل شو) د دې پېښې په رامنځته کېدلو سره څېړونکي په یو تراره کې لوېدلي او یو ډول سوچ ورته پېدا شوی دی چې اخر دا کوم ډول کړنه ده،  چې یو لور ته مونږ وایو چې د جماعت الاحرار او این ډې ایس ترمنځ ښې اړيکې موجودې دي، خو په ځای ددې چې هغوی دوی ته د ترهګریزو بريدونو لارې وروښایې برعکس د هغو په مهمو موخو چاپې وهي!!

له دې پېښې وروسته ځينې څېړونکي دې نتيجې ته رسېدلي چې جماعت الاحرار او این ډې ایس ترمنځ هېڅ کومه اړیکه شتون نه لري ، کوم خلک چې دا خبره کوي هغوی سره ددې خبرې کوم ثبوت نشته او که چېرته وي هغه هم ډېر کمزوری دی.  همدارنګه دوه کاله وړاندې پاکستاني رسنیو د لطیف الله محسود یو بیان خپور کړ چې ويلي یې وو چې د یادې ډلې مشر عمرخالد خراساني په مومندو ايجنسۍ کې د ترهګرو رهبرې کوي او په بدل کې يې د انډيا او این ډې ایس څخه پیسې اخلي او خپلو موخو ته ځان رسوي، ددې په ځواب کې د جماعت الاحرار د نیول شوي پخواني ویاند احسان الله احسان بیان خپور شو چې ويلي یې وو د زنداني شوي شخص خبره دلیل نه شي جوړېدلای او لطیف الله محسود د عمرخالد خراساني په اړه دومره ژور مالومات هم نه لري . د زمانې په اوږدو کې رسنیو یو ځل بیا د جماعت الاحرار د نیول شوي پخواني ترجمان په بيان سره یو ځل شور او غوغا جوړه کړه چې په ځواب کې يې د جماعت الاحرار اوسني ویاند اسد منصور بیا د هغه پخواني بیان خبره تکرار کړه چې احسان الله احسان یو بندي دی او دغه خبرې بې ثباته دې او کوم حقیقت نه لري . خبره ددې اوسني برید سره نده بلکې له دې څخه وړاندې هم دا ډول لسګونه بريدونه شوي چې دلال پورې او نازيانو ولسوالیو بريدونه یې ژوندۍ بېلګې دي او له دې سر بېره یې بې شمېره نور هم واړه واړه بريدونه ژوندي مثالونه دي چې پکې شاوخوا پنځوس تنه مهم قومندانان وژل شوي او عمر خالد خراساني پکې هم سخت ټپي شوی وو.  ددغه ډلې په یو مهم قوماندان جهاد یار محسود د بې پیلوټه الوتکې برید شوی وو چې ترې روغ وتلی وو.  زه د ټولو حالاتو نه ښه خبر یم داحالات ما پخپلو سترګو لیدلې دا زما له ذهن څخه اوچته خبره ده چې دوی د این ډې ایس سره ښې اړيکې لري او اړیکې خو څه چې این ډې ایس ورته د موخو د ورکولو سوچ هم نشې کولای.

موږ وايو دا د دښمن تبليغات دي، د جماعت الحرار پر لمن داغ ځکه نه شي ايښودی چې تر دې وړاندې هم ځینې هغه ډلې چې په همت او مسولیت يې مبارزه کړېو په دول ډول نومونو بدنامه شوي دي، خو موږ به خپلې مبارزې ته دوام ورکوو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: