پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / جمهوررئیس غني نږدې ورځو کې هند ته ځي

جمهوررئیس غني نږدې ورځو کې هند ته ځي

د افغانستان په حکومت کې سرچینې وايي چې ټاکل شوې، جمهوررئیس محمد اشرف غني به په نږدې ورځو کې د هندي چارواکو سره د خبرو لپاره نوې ډهلي ته په یو رسمي سفر لاړ شي.

دا سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي امریکا غږ اشنا راډيو ته ویلي، جمهوررئیس غني بهپه نوې ډهلي کې د هندي چارواکو سره د تروریزم په اړوند د خبرو ترڅنګ د کابل او نوې ډهلي ترمنځ د سوداګریزو او ترانزیتي اړیکو د پراخیدو په مسلو هم وغږیږي.

که څه هم افغان حکومت لا ډهلي ته د جمهوررئیس غني د سفر دقیقه نیټه نه ده اعلان کړې، خو هندي رسنیو له وړاندې ویلي، چې د افغانستان جمهور رئیس به د راروانې سه شنبې په ورځ دغه هیواد ته سفر وکړي.

د تیرې عیسوي میاشتې په وروستیو کې د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم د یو پلاوي په مشرۍ نوې ډهلي ته سفر کړې وو.

هند د افغانستان د بیارغونې په برخه کې د سترو مرسته کوونکو هیوادونو په ډله کې شمیرل کیږي.

جمهوررئیس غني په داسې حال کې هند ته ځي، چې پاکستاني رسنیو دغه هیواد ته د هغه د سفر په اړه هم رپوټونه خپاره کړي دي، خو ارګ لا پاکستان ته د جمهوررئیس غني سفر په اړه خپاره شوي رپوټونه نه دي تائید کړي.

تیره اونۍ افغانستان د یو شمیر خونړیو پیښو شاهد وو. افغان حکومت وایي دا بریدونه د هغو ډلو له خوا ترسره شوي چې په پاکستان کې خوندي پټنځایونه او د روزنې مرکزونه لري.

خو پاکستان دغه تروریستي پیښې په سختو ټکو غندلي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *