یکشنبه , مارچ 7 2021
کور / خبرونه / جنرال باجوه ‌‌‌‌‌‌ډېورنډ نامنلې کرښې ته نېږدې پوځيانو سره ليدلي

جنرال باجوه ‌‌‌‌‌‌ډېورنډ نامنلې کرښې ته نېږدې پوځيانو سره ليدلي

د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمرجاوېد باجوه پرون د چهارشنبې په ورځ د ډېورنډ په نامنلې کرښه پرتې قبايلي سيمې باجوړ ايجنسۍ ته سفر کړی، نوموړي خپلو پوځيانو او مذهبي مشرانو سره ليدلي دي.

نوموړي ته د افغانستان سره په نامنلې پوله د ترهګرۍ د مخنيوي، د سيمو ازغن تار لګولو، نوو قلعو جوړولو او د ځايي خلکو لپاره د تګ راتګ د لارې جوړولو په اړوند خبرې کړي دي.

پاکستاني چارواکي پرله پسې ادعا کوي چې په قبايلي سیمو کې د پوځي عملياتو له امله طالب ترهګر افغانستان لوري ته تښتېدلي او د افغانتسان په جنوبي، ختيځ او شمال ختيځ برخو کې يې خوندي ځالې جوړې کړي دي.

افغانستان دريځ لري چې په طالب وسله والو کې ښه او بد نه کوي او د ټولو ترهګرو په ضد يو شان عمليات کوي.

واشنګټن او کابل په اسلام اباد تور لګوي چې خپله خاوره د حقاني شبکې ترهګر او طالبانو شورا ساتي.

د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ د اګست په مياشت کې د افغانستان په اړوند خپله اعلان کړې تګلاره کې په پاکستان سختې نيوکې کړي او ويلي و، پاکستان په خپله خاوره ترهګر ساتي او امريکا به د پاکستان په دغه چلن نوره غلې پاتې نشي.

په افغانستان کې د امريکايي او بهرنو ځواکونو مشر جنرال نيکلسن دو ورځې وړاندې ويلي، پاکستان د ټرمپ د بيان وروسته هم د تندلارو د ملاتړ کولو خپله رويه نه ده بدله کړې.

نوموړي ويلي د افغان طالبانو د سر مشران اوس هم په پاکستان کې مېشت دي.

د پوځ مشرجنرال قمر باجوه پرون په پېښور کې د قبايلي سيمې او خېبرپښتونخوا د دينې عالمانو سره هم لېدلي او د ترهګرۍ پرضد جګړه کې يې د هغو د ملاتړ ستاينه کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *