شنبه , سپتمبر 26 2020
کور / خبرونه / افغانستان / جنرال رازق: پاکستان د داعش او طالبانو د يو کولو هڅه کوي

جنرال رازق: پاکستان د داعش او طالبانو د يو کولو هڅه کوي

ښاغلي رازق په پاکستان کې د روزل شوو  طالبانو نوی نسل د افغانستان لپاره جدي ګواښ وباله او زیاته یې کړه چې له هغوی نه د وطن په اړه د فکر کولو شعور تللی دی.

د افغانستان په سویلي ولایتونو کې د افغان ځواکونو قومندان جنرال عبدالرازق وایي د طالبانو مشر خپلو جګپوړو جنګي قومندانانو ته ویلي، چې ددوی او داعش هدف یو دی.

دی وايي د طالبانو مشر مولوی هبة الله اخوندزاده لس ورځي مخکې د هلمند موسی کلا ولسوالۍ ته تللی او هلته یې د کوټې شورا د مهمو غړو سره يوځای له خپلو پلویانو غوښتي چې نور د داعش سره مخالفت ونکړي.

د “طالبانو او داعش د یو ځای کولو” ادعا داسې مهال رامخته کېږي، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر څه موده وړاندې ویلي ول چې‌‌‌‌‌ که فشارونه زیات شي، ښایي وسله والې ‌‌‌‌‌‌ډلې د داعش ملاتړ وکړي.

جنرال عبدالرازق وایي په راغلو کسانو کې د کوټې شورا د غړو او مشر تر څنګ د لشکر دعوا او لشکر طيبه خلک هم ورسره ملګري ول.

د وسله والو طالبانو یو ویاند قاري یوسف احمدي بیا د مولوي هبة الله اخندزاده سفر کوم غیر عادي کار نه بلکې د ده د چارو یوه برخه بولي چې پر خپلو کسانو راګرځي.

ښاغلی احمدي وایي، د داعش سره د جګړې نه کولو خبره حقیقت نه لري، خو په غیر مستقیم ډول د داعش سره د خپلې ډلې د مخالفت په دود وویل”هره ډله چې فتنه پاروي او مسلمانان ځوروي” دوی به یې مخه ونیسي.

جنرال عبدالرازق د بي بي سي له خبریال اسماعیل شهامت سره په مرکه کې ادعا وکړه چې د طالبانو او القاعده په ګډون اورپکې ډلې د پاکستان له خوا جوړې شوي او اوس هڅه کوي چې د دولت پر وړاندې یې فعالیتونه همغږي کړي.

هغه وویل چې اوس د “القاعده اسیا”مشر د عاصم عمر پنجابي په نامه کس دی چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال له دوی سره یوځای جنګېده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: