سه شنبه , دسمبر 1 2020
کور / خبرونه / افغانستان / جنرال نيکلسن: القاعده او طالبان اوس هم اړيکې لري
Army Lt. Gen. John Nicholson Jr., testifies on Capitol Hill in Washington, Thursday, Jan. 28, 2016, before the the Senate Armed Services Committee hearing considering his promotion to General, Commander, Resolute Support. (AP Photo/Alex Brandon)

جنرال نيکلسن: القاعده او طالبان اوس هم اړيکې لري

په افغانستان کې د امریکا د پوځ مشر جان نیکلسن وايي چې القاعده طالبانو ته روزنې ورکوي او طالبان یې په بدل کې د القاعده غړو ته پناه ورکوي.

جنرال نیکلسن ويلي که څه هم طالبانو له القاعدې سره خپلې اړیکې اوس ډېرې نه په ډاګه کوي خو وايي د طالبانو مشران د القاعدې له غړو سره نزدې اړیکي او همکاري لري.

امریکايي جنرال ويلي”القاعده له طالبانو سره تجربې شریکوي، د ځانګړو وسلو د کارولو او ځمکنیو ماینونو د جوړولو روزنې ورکوي. القاعده سیمه ییز طالبان روزي او طالبان د دغه کار په بدل کې هغوې ته پناه ځایونه ورکوي”.

جنرال نیکلسن زياته کړې د طالبانو مخکني مشر ملا منصور په ښکاره د القاعده د مشر الظواهري بیعت ومانه خو اوسني مشر هیبت الله یې دغسې نه دي کړي.

د سیاسي چارو کارپوه وحید مژده چې د طالبانو مسایل له نزدې څاري، د طالبانو او القاعده ترمنځ د روابطو خبره تایدوي او وايي چې ایمن الظواهري له ملا هیبت الله سره هم بیعت کړی دی.

ښاغلي مژده وویل “ایمن الظواهري د طالبانو مشر ملا هبت الله ته پیغام واستوه او بیعت یې ورسره وکړ، خو طالبانو ونه غوښتل دا خبره ښکاره شي، ځکه هغوې نه غواړې وښيي ملا هبت الله له القاعده سره روابط لري”.

د ناټو مشر وايي دا مهال د القاعده غړي تر ډېره د افغانستان په ختيځ کې او د ډیورنډ کرښې په شاوخوا کې فعاله دي.

هغه وايي په دې وروستیو کې د کندهار د شورابک په ولسوالۍ کې هم د القاعده ډلې د غړو فعالیتونه لیدل شوي دي، خو ټېنګار یې وکړ”هر چرته چې د القاعده غړي ومومو برید پرې کوو. زه د عملیاتو- القاعده په ضد- ډېر جزیات نه ورکوم، خو هڅه مو دا ده چې په افغانستان کې دننه د القاعدې لوړ پوړي مشران پیدا او ووژنو”.

نوموړي چې له کابل نه په په واشنګټن کې امریکايي خبریالانو سره د ویډیو کانفرنس د لارې خبرې کولې، دا ونه ویل چې دا مهال په افغانستان کې د القاعده څومره غړي موجود دي، خو زياتوي چې طالبانو ورته “ښه چاپیریال” برابر کړی دی.

د طالبانو پر مهال په افغانستان کې د القاعده د مخکني مشر اسامه بن لادن په ګډون د دغې شبکې زرګونه غړي موجود وو او د طالبانو د غورځنګ په ملاتړ جنګېدل.

خو په امریکا د القاعده ډلې د ۱۱/۹ له برید وروسته دا ډله وځپل شوه او په افغانستان کې یې پناه ځایونه هم ختم کړل شول. اسامه بن لادن څوکاله مخکې د پاکستان په ایبټ اباد کې د امریکا د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شو.

نړیواله ټولنه او په خاص ډول امریکايي چارواکي وایي له افغانستان سره مرسته کوي چې دا هېواد بیا د القاعدې او طالبانو په پناه ځایونو بدل نشي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: