سه شنبه , سپتمبر 29 2020
کور / خبرونه / جنوبي وزيرستان کې په قبايلي ژوند نوي بنديزونه لګول شوي

جنوبي وزيرستان کې په قبايلي ژوند نوي بنديزونه لګول شوي

په قبايلي سیمه جنوبي وزيرستان کې په کلتوري موسيقۍ او ښځو په ګرځېدو بندېزونه لګول شوي دي، هغه ليکنه یا شبنامه چې په ورځنيو چارو سربېره پکې ژوند سره تړلو مسايلو باندې بنديزونه لګول شوي په اردو ژبه خپره شوې ده.

د جنوبي وزيرستان په مرکز وانا کې د اردو ژبې به دې وېشل شوې لیکنه کې ويل شوي چې د کړي کوټ، غوې خوا، شاهين ورسک، ډوګ، ډب کوټ، زيړې نور او شيرينه قامي مشرانو او علماکرامو په اتفاق دا پرېکړه کړې شوې ده ده.

په ليکنه کې ویل شوي چې په کوژدن يا واده کې په نڅا اوساز و اواز، موسيقۍ به بندېز وي.

ښځو ته به اجازه نه وي چې د بالغ محرم نه يواځې بازار يا ډاکټر له لاړې شي.

دغه راز په ليکنه کې د اسلامي او قامي رواياتو ضد، غلاګانو او د شپې د لسو بجو نه وروستو بهر کښېناستو باندې هم بندېز لګول شوی دی.

اخره کې لیکل شوي که د دغو خبرو چا سرغړونه وکړه، قامي مجرم به ګنل کېږي.

رسنۍ  ليکلي په څرګنده د طالبانو يوه ډله په وزيرستان کې بيرته راغلې او وانا کې يې دغه ليکنه خپره کړې ده. رسني وايي صلاح الدين عرف ايوبي چې د ملا محمدنزير ځای ناستی او طالب مشر دی هغه د کمېټۍ مشري په غاړه لري.

د طالبانو پاکستانی پلوه مهم مشر ملانزير په کال ۲۰۱۳م کې په جنوبي وزيرستان کې امريکايي ډرون بريد کې سره د لسو تنو وژل شوی و.

د وانا ځايي خلک د دغه ليکنې پخلی کوي خو وايي چې دا پرېکړه په سيمه ييزه قامي جرګه کې نه ده شوې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: