د جنوبي وزيرستان وانا سيمه کې ځايي چارواکو هغه کسان نيولي، چې خپلو ماشومانو ته يې د پوليو څاڅکو له ورکولو انکار کړی دی. ځايي چارواکي وايي دغسې څلور کسان يې نیولي چې نه يې غوښتل ماشومانو ته يې واکسين ولګېږي.
د سيمې اوسېدونکي وايي چارواکو ياد څلور کسان نن برمل او وچ خوړ سيمو کې نيولي او زندان ته يې لېږلي دي.
اړوند چارواکي وايي نيول شوو کسانو د واکسینو په تېره دوره کې هم خپلو ماشومانو ته واکسين نه وو کړي. دوی وايي دغسې کسانو پر ضد به يې هلې ځلې روانې وي، چې د پوليو له څاڅکو نه خپل ماشومان منع کوي.