سه شنبه , اپریل 20 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / حامد كرزي پر كونړ د پاكستاني توپونو بريدونه غندلي

حامد كرزي پر كونړ د پاكستاني توپونو بريدونه غندلي

دافغانستان پخواني جمهور رئيس حامد کرزي د ‌‌‌‌‌‌ډيورنډ نامنلې  کرښې له هغې غاړې د پاکستاني پوځيانو لخوا پر كونړ ولايت توغندويي بريدونه په کلکو ټکو غندلي او پر پاکستان يې غږ كړى، چې ژر تر ژره دغه بريدونه ودروي.
د حامد كرزي له دفتره خپره شوې خبرپاڼه كې د نوموړي له قوله راغلي، کوم حالات چې د امريکا د حضور او چلند له وجې پر افغاستان تحميل شوي، د افغانانو كمزوري نه ده، بلکې تاريخ ښودلې، چې په دغه شان حالاتو کې د افغانستان د خلکو ملي اراده او احساسات تر بل هر وخت بيدار او حساس وي.
د هغه په وينا، پاکستان او نور بهرنيان بايد په دې پوه شي، چې افغانانو تل د خپل هېواد ساتنه کړې او په وار وار د پرديو له لوري ورته جوړو شوو سختو او کړکېچنو حالاتو څخه بريالي راوتلي دي.
حامد کرزي د پاکستان له حکومته غوښتي، چې راتلونكې په پام كې ونيسي، له افغانانو سره د يوه ورور او دوست ملت په توګه باعزته چلند وکړي او له افغانستان او هغو هېوادونو سره، چې په سيمه کې سوله او ثبات غواړي، صادقانه همکاري وکړي.
له تېرو څو ورځو راهيسې يو ځل بيا پاکستاني ځواكونه پر كونړ ولايت توغندويي بريدونه كوي او د ملي دفاع وزارت د وياند په خبره، سرحدي ځواکونو ته ويل شوي، چې امر ته دې نه په تمه کېږي او هغو بريدونو ته دې ځواب وركړي، چې د ډيورنډ فرضي کرښې له هغې غاړې کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *