پنجشنبه , مې 6 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / حامد کرزى وايي د امريکا نوې تگلاره د سيمې پر خلاف توطيه ده
حامد كرزي

حامد کرزى وايي د امريکا نوې تگلاره د سيمې پر خلاف توطيه ده

د افغانستان پخوانى ولسمشر حامد کرزى وايي په راتلونکو څو ورځو کې به پر افغان حکومت غږ وکړي چې د امريکا نوې ستراتېژۍ ارزونې لپاره لويه جرگه را وبولي او د افغانانو دپرېکړې پر بنسټ اقدام وکړي.

ښاغلي کرزي وويل، اړتيا ده افغان ولس د ولسمشر ټرمپ د نوې ستراتېژۍ تحليل، منلو او يا په کې بدلون راوستو لپاره خپلې دوديزې لارې وکاروي.

کرزي وويل، د امريکا نوې تگلاره د سيمې په خلاف ده ” زه د امريکا د ستراتېژۍ مخالف يم ځکه په دې کې افغانستان او سيمې لپاره د سولې پيغام نشته.

د نوموړي له نظره د ټرمپ نووې کړنلاره له سوله ييزې لارې د حالاتو کرارولو خبره نه کوي بلکې په کې دغې سيمې لپاره د وينې بهېدنې او جنگ جگړې پيغام پروت دى.

خو ولسمشر غني په امريکا کې له ډونلډ ټرمپ سره په خپله وروستۍ کتنه کې نوې تگلاره وستايله او وې ويل چې له اعلانېدو راهيسې يې په حالاتو کې سمون تر سترگو شوى.ښاغلى کرزى وايي، هڅه کوي افغانان د بهرنيو په گټه له کارېدو وژغوري او افغانستان ته سوله راولي.
د حامد کرزي په وينا افغانستان يو مهال د سيمې هېوادونو او امريکا د تفاهم ټکى و، خو اوس امريکا سيمه کې نور اهداف لري او دى نه غواړي چې افغانستان د امريکا موخو لپاره وکارول شي.کرزی د لويې جرگې د رابللو موخې داسې په گوته کوي:

” افغانان د نوې تگلارې گټه او تاوان بايد په خپله وسنجوي، او گاونډيو هېوادونو ته په يوۀ خوله دا ډاډ ورکړي چې افغانستان به هېڅکله د نورو په خلاف و نه کارول شي.”

خو هغه ټينگار کوي چې جرگه کې به د بحث موضوع حکومت او يا د حکومت کړنې نه بلکې يوازې او يوازې د افغانستان لويې ملي مسلې وي، چې د اوسني حکومت په مشرۍ کې به ورته حل لارې موندل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *