پنجشنبه , نوومبر 26 2020
کور / خبرونه / افغانستان / حامد کرزي د روسيې له سفير سره ليدلي

حامد کرزي د روسيې له سفير سره ليدلي

د افغانستان پخواني جمهور رئيس حامد کرزي په کابل کې د روسيې له سفير سره د پارلماني ټاکنو او عنعنوي لويې جرګې په اړه بحث او خبرې کړې دي. نوموړي په خپلو تازه څرګندونو کې یو وار بيا په امریکې شک څرګند کړی چې د داعش ډلې په تنظیم کې لاس لري. هغه ويلي په افغانستان د امريکې درندې بمبارۍ د داعش ډلې د ځپلو په موخه نه بلکې د خپلو وسلو ازمايلو به موخه وې.

د حامد کرزي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا ليدنه له الکساندر منتيتيسکي سره تېره ورځ د ده په کاري دفتر کې شوې ده.
دا چې د پارلماني ټاکنو او عنعنوي لويې جرګې په اړه د دوی خبرې څه ډول وې جزيات نه دي خپاره شوي.
حامد کرزی په داسې حال کې له روسيې سره خپله اړيکه ښه ساتلې ده، چې له امريکا سره يې اړيکې تر بل هر وخته لږې ترينګلې شوې دي او حتی په افغانستان کې يې د امريکايي پوځيانو له شتون سره مخالفت څرګند کړی دی.

د خبرونو له مخې پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي دغسې ليدنې تر دې وړاندې هم لرلې او مسکو ته يې په تېر لنډ وخت کې هم سفرونه کړي. د سياسي مبصرينو په وينا دې ټولو اړيکو ته په کتو کرزي د امريکايي ځواکونو په شتون او فعاليتونو نيوکې ډېرې کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: