سه شنبه , دسمبر 1 2020
کور / خبرونه / افغانستان / حامد کرزی: داعش وسله وال څنګه پيدا او ځواکمن شول؟
حامد كرزي

حامد کرزی: داعش وسله وال څنګه پيدا او ځواکمن شول؟

پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزي پوښتي چې افغانستان کې د امریکا د پوځ او څارګر شته، نو څنګه په دغه هېواد کې داعش په تېرو څو کلونو کې پیدا او ځواکمن شو؟

هغه دا خبره رسنيو سره په مرکه کې کړې ده، په دې مرکه کې حامد کرزی دا پوښتنه هم کوي چې افغانستان ته د امریکا په راتللو سره ولې په دغه هېواد کې توندلاري او تاوتریخوالی ډېر شو؟

“امریکا خو افغانستان ته د امن او سولې ټینګولو لپاره راغلې وه، خو اوس افغانستان ډېر ناامن او بې ټیکاوه ده، ولې؟ موږ په دي تړاو خبرې کول غواړو”.

هغه دا هم وویل، دا خبره سمه ده چې بمباري، د افغانانو وژل او لوټل، بندي کول او وېرول ګټه نه لري.

“تېرو څو کلونو کې اسلامي دولت افغانستان کې پیدا شو او د امریکا د پوځ او څارګرو ادارو سره سره داسې څنګه وشول؟ موږ د دې پوښتنې حق لرو”.

کله چې حامد کرزی وپوښتل شو، ستاسو په اند اسلامي دولت ته په افغانستان کې د امریکا له پوځي اډو وسله ور کول کېږي، نو ځواب یې و، بلکل.

“ماته خلک راځي او وايي، له کومې نښې پرته په وسله بار چورلکې کېني او دا په یوه ځانګړې سیمه کې نه کېږي، بلکې ټول افغانستان کې روان دي”.

د هغه په خبره، د امریکايي چارواکو دا حال دی چې کله د دغه هېواد دفاع وزیر جېمز متیس افغانستان ته راغی، نو کابل هوايي ډګر هم خوندي پاتې نه شو.

نوموړي په افغانستان کې د امریکا د نوې ستراتیژۍ او د وسلوالو د پټنځیو په هکله خبرو کې وویل، چې امریکا دا کار اول ځل نه دی کړی.

“زه دا غواړم چې افغانستان او پاکستان خپلو کې د دوو وروڼو په څېر سره کېني او له پاکستان هیله لرم چې اوس په دې ټولو مسلو پوه شوی وی او افغانستان ته د ملګرتیا او همکارۍ لاس ور کړي”.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: