پنجشنبه , فبروري 25 2021
کور / خبرونه / افغانستان / حضرت عمر زاخېلوال له مولانا سمیع الحق سره یې لیدلي دي

حضرت عمر زاخېلوال له مولانا سمیع الحق سره یې لیدلي دي

په اسلام‎اباد کې افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال وايي، د جماعت علمای اسلام له مشر مولانا سمیع الحق سره یې لیدلي دي.

حضرت عمر زاخېلوال په خپل ټویټر کې لیکلي چې پرون یې له سمیع الحق سره ولیدل او په خورا مهمو مسایلو یې واضح خبرې ورسره وکړې.

زاخیلوال جزئیات نه‎دي ورکړي چې په کومو مهمو مسایلو یې له سمیع الحق سره خبرې کړي دي.

حضرت عمر زاخېلوال په اکوړه خټک کې د سمیع الحق مدرسې ته ورغلی و څو ورسره خبرې وکړي.

مولانا سمیع الحق په خپلو بیانونو کې له دې مخکې په وار-وار له افغان وسله‎والو طالبانو ملاتړ کړی دی.

افغان سفیر په داسې حال کې د طالبانو له دې پاکستاني ملاتړي مشر سره لیدلي چې په وروستیو څو ورځو کې وسله‎والو طالبانو او داعش ډلې په کابل، پکتیا، غزني، کندهار او غور کې شاوخوا دوه نیم سوه افغان ملکیان او پوځیان وژلي او شاوخوا همدومره نور کسان یې ټپیان کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *