د ملي امنیت پخواني رییس امر الله صالح یو ځل بیا پر خپلو خبرو ټینګار کړی دی. هغه ویلي چې له حکومت سره د داعش ډلې ۲۰ غړي بندیان دي چې څه یې پخوا او څه یې هم اوس له حزب اسلامي سره اړیکه لري.
هغه د حزب اسلامي د ویاند وروستۍ خبرې هم رد کړې دي او په وینا یې دغه ګوند په حقیقتونو سترګې پټوي او په ځلونو یې له حکومت ددغو کسانو د خلاصون غوښتنه کړې ده.
د صالح په وینا پخپله حکمتیار په ځلونو له حکومت غوښتي چې دغه کسان دې خوشي کړل شي. تر دې وړاندې هم امر الله صالح ویلي دي، کره اسناد لري چې حزب اسلامي غواړي د داعش ډلې بندیان خوشي کړي.
هغه له حکومتي چارواکو او ملي شورا غوښتي چې دغه مسئله په جدي توګه وڅېړي.
د حزب اسلامي ویاند قریب الرحمن سعید بیا د امرالله صالح مخکینۍ څرګندونې رد کړې دي او هغه یې د شر په اچولو تورن کړی دی.
سعید وايي، صالح یوازې غواړي په دغه ډول څرګندونو شر او ناندریو ته لمن ووهي.
سعید د صالح د تازه څرګندونو په اړه تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.
