شنبه , مارچ 6 2021
کور / خبرونه / افغانستان / حکمتيار: د ټاکنو په کمېسیون کې د بدلون وخت نه دی پاتې

حکمتيار: د ټاکنو په کمېسیون کې د بدلون وخت نه دی پاتې

د افغانستان د حزب اسلامي مشر وايي، افغان حکومت د وخت د کموالي له امله اړ دی چې د ټاکنو کمېسیون همدې اوسنیو غړو سره د ولسي جرګې راتلونکې ټاکنې ترسره کړي.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار چې نن یې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته د خپل ګوند طرحه وړاندې کړه وویل، د ټاکنو کمېسیون ته د خپل جوړښت د بدلولو لپاره وخت نه دی ورپاتې.

د حزب اسلامي رهبر د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته په خپلې وړاندې کړې طرحه کې ټينګار کړی چې راتلونکې پارلماني ټاکنې دې د ټاکنو خپلواک کميسیون د اوسنیو غړو لخوا پر ټاکل شوي وخت ترسره شي.

دا لومړی ځل دی چې ښاغلی حکمتیار د ټاکنو خپلواک کمېسیون دفتر ته ورځي. هغه ویلي، په ټاکنو کې هر ډول لاسوهنه ورته د منلو نه ده.

د ښاغلي حکمتیار په وینا، که څه هم د ټاکنو کمیسیون غړي د هغه په غیاب کې غوره شوي خو راروانې ټاکنې باید همدوی ترسره کړي.

د حزب اسلامي رهبر په خپله طرحه کې وړاندیز کړی چې د ټاکنو کمیسیون دې د رایې ورکولو اوسنی سیسټم بدل کړي.

هغه غوښتنه کړې چې رایه دې د یوه ځانګړي نوماند پر ځای د ګوند لخوا کانديد شويو کسانو ته ورکړل شي:

زه ګومان کوم زموږ طرحه په بشپړ ډول د عملي کېدو وړ او اسانه طرحه ده. هېڅ قانوني ستونزه نه لري. د اساسي قانون له هېڅ مادې سره ټکر کې نه ده. د نه لېږدېدونکې واحدې رایې مسئله هم په دې طرحه کې حل شوې. خلک به د کاندیدانو یوه لیست ته رایه ورکوي چېرې چې یې خپل غوره کاندید پکې موندلای. دا یوه کاندید ته هم رایه ده. هیڅ قانوني ستونزه هم نه رامنځته کوي ”

په دې ورستیو کې یو شمیر سیاسي مخکښو څېرو له حکومته د ټاکنو په کمیسیون کې د بدلونونو غوښتنه کړې او د ټاکنو کمیسیون د غړو په بې پرې والي یې نیوکې کړې دي.

د افغانستان د ټاکنو کمیسیون مشر نجیب احمدزي چې له ښاغلي حکمتیار سره يې په ګډه خبري غونډه کې خبرې کولې، ټینګار وکړ چې که بودیجه برابره شي، دوی به رڼې او په ټاکلي وخت ټاکنې ترسره کړي. د ټاکنو خپلواک کمیسون ویلي، پارلماني ټاکنې به د راتلونکي کال د چنګاښ پر ۱۶ نیټه ترسره شي.

په دې ورستیو کې یو شمیر سیاسي مخکښو څېرو د ياد کمېسون پر کارونو نېوکې وکړې او له حکومته يې وغوښتل چې بدلون پکې راولي، خو د ټاکنو کمېسیون چارواکو بیا بیا ټینګار کړی چې دوی بې پرې دي او د رڼو ټاکنو ترسره کولو ته ژمن دي.

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *