یکشنبه , نوومبر 29 2020
کور / خبرونه / افغانستان / حکمتيار: راتلوونکې ټاکنې بايد د بدلون وسيله وي

حکمتيار: راتلوونکې ټاکنې بايد د بدلون وسيله وي

د حزب اسلامي افغانستان مشر د غزني ولايت له سلګونو قومي مشرانو او جهادي شخصیتونو سره په کتنه کې د راتلونکو ټاکنو په هکله په تفصیل خبرې وکړې.

د حزب اسلامي امير په دې هکله جوړې شوې غونډې ته په وينا کې وويل، د افغانستان په اکثره ولايتونو په تېره بيا غزني کې په تېرو ټاکنو کې پراخه درغلي شوې او همدا رنګه د غزني يو زيات شمېر او سېدونکي په قصدي ډول په ټاکنو کې له ګډون کولو څخه محروم شوي دي.

د حزب اسلامي امير زياته کړه: د غزني د ۱۴ ولسواليو استازي يواځې د غزني په څلورو ولسواليو کې ټاکل شوي دي او په همدې څلورو ولسواليو کې ټاکنې ترسره شوي دي.

حکمتيار څرګنده کړه: په راتلوونکو ټاکنو کې بايد د درغليو مخه ونيول شي او د ټاکنو په پروسه کې ژور اصلاحات رامنڅته شي. موږ بايد شفاف او عادلانه انتخابات ترسره کړو او خپل رښتيني استازي و ټاکو.

ښاغلي حکمتيار وويل: راځئ له راتلونکو ټاکنو نه د بدلون وسیله جوړه کړو، په دې ټاکنو کې ژمن او نيک خلک غوره کړو. تر څو په نتيجه کې يو پیاوړی پارلمان او مرکزي حکومت رامنځته شي او ولسي جرګه د ټول افغان ولس استازيتوب وکړي .

د حزب اسلامي مشر دا هم وويل: چې د ډيرې سيمو اوسېدونکي د ناامنو سيمو په نامه په ټاکنو کې له ګډون څخه منع شوي، يواځې د غزني په لس ولسواليو کې خلک په ټاکنو کې له ګډون نه محروم شوي او ځينې سيمې په قصدي ډول ناامنه شوي دي؛ تر څو خلک په ټاکنو کې ګډون و نه کړي. ښاغلي حکمتيار څرګنده کړه: ټول افغانان بايد په ټاکنو کې برخه واخلي او د دوی لپاره مناسب فرصتونه برابر شي. هر افغان بايد په هر ځای کې د رای ورکولو حق ولري.

ښاغلي حکمتيار وويل: هېڅ افغان بايد دېته اړ نه شي چې د رايې ورکولو لپاره بلې سيمې ته لاړ شي، بلکه هغه بايد په هر ځای کې چې اوسيږي د رايې ورکولو حق ولري. ښاغلي حکمتيار وړانديز وکړ چې په ټول هېواد کې بايد ۲۴۹ ټاکنيزې حوزې موجودې وي.

یعنې د پارلمان د غړو په شمېر ټاکنيزې حوزې ولرو او له هرې حوزې بايد يو استازي پارلمان ته لاره پېدا کړي. نوموړي وويل: اوسني پارلمان ته يوازې د ۳۸ سلنه خلکو استازو لاره موندلې ده او د پاتې ۶۸ سلنه خلکو استازي ندي غوره شوي. موږ ته دا د منلو وړ نده چې د ملت اکثریت هم د رايه ورکولو محروم شي او هم په ولسي جرګه کې استازی و نلري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: