جمعه , دسمبر 4 2020
کور / خبرونه / افغانستان / حکمتيار: قومونه بايد خپل يو والی وساتي

حکمتيار: قومونه بايد خپل يو والی وساتي

د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار وايي، ځينې کړۍ د بهرنيانو په اشارې غواړي قومونه د يو بل په ضد وجنګوي، خو په خبره يې، افغانستان د ټولو قومونو ګډ کور دی، قومونه بايد متحد شي او خپل يووالی وساتي.

نوموړي دا څرګندونې تېره ورځ د کوچيانو يو شمېر مشرانو سره د ليدنې په مهال وکړې.
د حزب اسلامي مطبوعاتي دفتر څخه را استول شوې خبرپاڼه کې د حکمتيار له قوله راغلي، کوچيان بايد په راتلونکو پارلماني ټاکنو کې پراخه ونډه واخلي او داسې کسان د خپلو استازو په توګه غوره کړي، چې د دوی له حقونو دفاع وکړای شي.
د حزب اسلامي مشر يو ځل بيا له حکومته وغوښتل، چې په بهر کې افغان کډوالو او داخلي بې ځايه شوو کورنيو ته په ټاکنو کې د برخې اخيستنې زمينه برابره کړي.
حکمتيار زياته کړه، دوی داسې ټاکنې غواړي، چې په نتيجه کې يې يو ځواکمن او د خلکو نماينده حکومت او پارلمان ولري.
په دې ليدنه کې د کوچيانو اړوند بېلابېلو مسايلو په اړه خبرې وشوې.
د ميرزا جان په نوم د کوچيانو يو مشر وويل، دوی په تېرو ټاکنو کې رغنده برخه درلوده او په راتلونکو پارلماني ټاکنو کې د برخې اخيستلو لپاره هم بشپړ چمتووالی لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: