سه شنبه , دسمبر 1 2020
کور / خبرونه / افغانستان / حکمتيار وایي له ګونديزو افرادو غواړي چې تېر نور هېر کړي

حکمتيار وایي له ګونديزو افرادو غواړي چې تېر نور هېر کړي

حکمتیار وایي رڼې او پر وخت ټاکنې کولی شي هیواد له روان بحران نه وباسي. د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار دا څرګندونې خوست ته په خپل لومړني سفر کې وکړې، هغه وویل هغه خلک چې اوس هم غواړي د جنګ له لارې اقتدار ته ورسیږي نو دا خوب دې اوبو ته ووایي.

نوموړي وویل له ټولو ګوندونو نه مې غوښتنه ده چې تیر هیر کړي او په ګډه د یو با ثباته افغانستان لپاره لاس په کار شي. هغه په خپلو خبرو کې وویل داسې ګونګوسې شته چې ښایي ټاکنې وځنډېږي خو له دې کمیسیون نه په کلکه غوښتنه کوم چې پر خپلې ټاکلې نیټې دې انتخاباتو ته زمینه برابره کړي.

حکمتیار وایي د خپل زعیم ټاکل د هر افغان حق دی او دا ځل باید په ټاکنو کې له بهرنیو هېوادونو راغلو کډوالو او د لیري پرتو سیمو اسېدونکو ته هم د رایې اچونې زمینه برابره شي، څو ټول افغانان په خپله خوښه خپل راتلونکی ولسمشر وټاکي.

هغه یو ځل بیا تاکید وکړ چې رڼې او پر وخت ټاکنې کولی شي هیواد له روان بحران نه وباسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: