د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د سولې بهير سره د يادو داعشيانو د يو ځاى کېدو په تړاو رسنيو ته وويل، چې دغو وسله والو په اچين او نازيانو ولسواليو کې تخريبي او ترويستي کړنې ترسره کولې.
هغه زياته کړه، د ننګرهار د ملي امنيت ادارې موظفينو په هلو ځلو دې کسانو په خپلو تېرو کړنو پښېماني څرګنده کړه او د سولې بهير سره يو ځاى شول.
د خوږياڼي د معلوماتو له مخې، د سولې بهير سره يو ځای شوو وسله والو خپلې درنې او سپکې بېلابېل ډوله وسلې، چې په کې کلاشينکوفونه، پيکا او تومانچې شاملې وې، هم د ملي امنيت ادارې ته وسپارلې.
تر اوسه مقابل لوري به دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال کې ده چې له تېرې شپې راهېسې د ننګرهار پچير اګام ولسوالۍ کې د طالبانو او داعش جنګياليو ترمنځ نښتې روانې دي.