شنبه , سپتمبر 26 2020
کور / خبرونه / افغانستان / حکومت د وژل شوو پوليسو د کورنيو پوښتنه نه کوي

حکومت د وژل شوو پوليسو د کورنيو پوښتنه نه کوي

د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ کې یوه کورنۍ چې درې غړي یې په زابل ولایت کې د پولیسو په لیکو کې وژل شوي له حکومته ګیله منه ده.

د میر عطا په نوم د پولیسو یو سرتېری چې په زابل ولایت کې د خپل ورور او زوی سره دوه اوونۍ وړاندې د جګړې پر مهال په پوسته کې وژل شوی کورنۍ یې وایي، چې حکومت یې پوښتنه نه ده کړ ې او له سختو ستونزو سره اخته دي.

 دره نور د ننګرهار هغه ولسوالي ده چې ډېری اوسېدونکي یې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې دندې لري ؛خو نیوکه کېږي چې دحکومت له پامه غورځېدلي.د دره نور بر شیمل سیمې په یوه کور کې مېشت تر پینځلسو ډېر کوچنیان د درې تنو اولادونه دي، چې د پلرونو له سیورو د تل لپاره بې برخې شوي دي. میر عطا، ورور یې بابا جي او زوی یې محمود جان په زابل ولایت کې د پولیسو په لیکو کې دندې لرلې، درې واړه په یوه پوسته کې وو چې د وسله والو سره په مخامخ جګړه کې یې درې اوونۍ وړاندې ووژل شول.

د يو وژل شوي پولیس زوی میرعلي وايي: (ورور مې شهید شو، پلارم مې شهید شو او کاکا مې هم په زابل کې شهید شو.حکومت باید له موږ سره مرسته وکړي). د همدې کورنيو يوه عمر خوړلې ښځه د خپلو اولادونو تر وژل کېدو وروسته بې کسۍ او بې وسۍ ته زورېږي.د وژل شویو پولیسو مور زینت مما وویل: (دوه مې زامن او یو مې لمسی شهیدان شول، هېڅ چا مې پوښتنه ونه‎کړه، دا ټول بچیان یې را ترغاړې شول او پرته له خدایه بل هېڅ اثره نه لرم، حکومت هم زمونږ پوښتنه نه ده کړې). کوچنیان ښايي لا په دې نه پوهېږي چې پلرونه یې نور ورسره د تل لپاره نشته‎، خو میندې یې دا درد لري او د کوچنیانو راتلونکي ته لاس تر زنې دي. د وژل شوي پولیسو ماما: (په کور کې ۱۶ کسه دي، ځينې یې ښځې دي او نور یې ماشومان او یوه مور یې هم ده. اقتصاد یې کمزوری دی، ځمکه نه لري چې ترکاري او یا هم غنم یا هم بل څه وکاري او خپله نفقه برابره کړي، هېڅ نه لري).  د ننګرهار په دې ولسوالۍ او د هيواد په نورو ولايتونو کې دا ډول ډېرې کورنۍ شته‎، خو نیوکه دا ده چې چندان پاملرنه ورته نشته. د دې درې له هر کوره یو تن د ملي ځواکونو په لیکو کې شته، خلک تر بل هر ځایه له حکومت سره همکار دي او ویل کېږي چې هره میاشت دې ولسوالۍ ته د افغان ځواکونو له لیکو تر لسو ډېرې جنازې وړل کېږي.

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: