سه شنبه , دسمبر 1 2020
کور / خبرونه / افغانستان / خلک: داسې تذکرې نه اخلو چې اسلاميت او افغانيت پکې نه وي

خلک: داسې تذکرې نه اخلو چې اسلاميت او افغانيت پکې نه وي

د افغانستان په ننګرهار ولايت کې ګڼ شمېر مدني فعالانو او د ولایتي شورا وکیلانو د برېښنايي تذکرو په تړاو د ولسي جرګې د وروستۍ پرېکړې په غبرګون لاریون وکړ. د ولسي جرګې غړو تېره اوونۍ د جمهور رییس هغه فرمان رد کړ، چې په کې ویل شوي و تذکرو کې دې د افغان او اسلام کلیمې ولیکل شي.
لاریون کوونکو چې د ولسي جرګې د وکیلانو پرضد شعارونه ورکول او په تذکرو کې يط د اسلام او افغان په نومونو راوړلو ټينګار کاوه. دوی وایي، هغه وکیلان چې د جمهور رییس د یاد فرمان په اړه یې منفي رایه ورکړې د دوی استازي نه دي او نه یې خپل استازي ګڼي.
د ولایتي شورا منشي زبیح الله زمري چې په لاریون کې یې ګډون کړی و، وویل دوی به ولسونو سره یو ځای تر هغې خپلو اعتراضونو ته دوام ورکوي، څو د ملي شورا دواړه جرګې د پېژند پاڼو په اړه د جمهور رییس فرمان ته مثبته رایه ور نه کړي.
مدني فعال عبدالرحمن معاون له جمهور رییس غني څخه وغوښتل، چې د ولسي جرګې قانوني موده پای ته رسېدلې ده او نور دې وخت نه ورکوي.
نوموړي وویل، چې په تذکرو کې د افغان او اسلام کلیمو لیکل غواړي او ددغې غوښتنې په هدف به خپل اعتراضونه جاري وساتي.
په همدې حال کې بیا یو شمېر دیني عالمانو او قومي مشرانو ټینګار وکړ، که چېرته په پېژند پاڼو کې د اسلام او افغان کلمې ځای پرځای نه شي، نو نه یواځې دا چې دوی به دغه ډول تذکرې وانه خلي بلکې د ورکړې مخنیوی به یې هم وکړي.
د ملا رسول په مشرۍ د وسله والو طالبانو ډلې هم ګواښ کړی چې هېڅوک نه شي کولای دغسې تذکرې واخلي چې  اسلاميت او افغانيت ته پکې ځای نه وي ورکړل شوی. د طالبانو د ملا رسول ډلې عالي شورا د بریښنایي تذکرو په اړه د ولسي جرګې وروستۍ پریکړه له اسلام سره د دښمنۍ  او د افغانستان دتجزیې په معنی بولي.

ولسي جرګې څو ورځې مخکې په برېښنايي تذکرو کې د افغان او اسلام کلمو په اړه د ولسمشر فرمان رد کړ.

په همدې وخت کې د کونړ په ولايت کې هم د ولسي جرګې او مشرانو جرګې پر ضد توند غبرګون ښودل شوی او خلکو په دې ټينګار کړی، چې که په تذکرو کې افغانيت او اسلاميت نه وي، دوی يې اخيستلو ته تيار نه دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: