جمعه , سپتمبر 25 2020
کور / خبرونه / افغانستان / خوستيانو پر نامنل شوې پوله اغزن تارونه غورځولي

خوستيانو پر نامنل شوې پوله اغزن تارونه غورځولي

خوستيانو پاکستان سره پر نامنل شوې پوله پرتو ټولو پرګنو او قومونو باندې غږ کړی، چې په خپلو اړوندو ساحو کې په ورته اقدام لاس پورې کړي او هغه اغزن تارونه لرې کړي چې د نامنل شوې کرښې د پخولو په نيت غځول شوي دي. په خوست ولايت کې پاکستان سره د نامنل شوې سرحدي پولې په اوږدو کې د ځايي خلکو، ځوانانو او قومي مشرانو لخوا هغه اغزن تارونه غورځول شوي، چې د پاکستان له لوري د ترهګرو د مخنيوي په هدف غځول شوي وو.

خوستي وګړي او قومي مشران وايي پاکستان سره نامنل شوې کرښه یوه ملي موضوع ده او په دې اړه د حکومتونو خبرې هېڅ باور نه لري. دوی وايي پاکستان په همدې بهانه چې ترهګري کنټرولوي، هڅه کوي چې دغې نامنل شوې پولې ته اعتبار ورکړي. قومي مشرانو وويل، د دغې نه منوونکې کرښې په اوږدې کې نوي خوځښتونه ورته په هېڅ شان د منلو وړ نه دي.

قومي مشران وايي په تېرو څو کلونو کې او د دې مهال نه وړاندې د مجاهدينو او طالبانو په واکمنيو کې پاکستاني پوځيانو د نامنل شوې کرښې دې غاړې ته په لسګونو کيلو متره نوره خاوره لاندې کړې ده.

د خوست ولايت يو تن قومی مشر نور محمد خان وايي په ننګرهار او کونړ ولايتونو کې پاکستانيو پوځیانو د راکټي بريدونو په کولو هم ډېرې ځمکې نوې لاندې کړي دي: (( هغه کلي چې دکونړ او ننګرهار ولايتونو په سرحدي علاقو کې د پاکستاني پوځ د توغندويي بريدونو له امله خالي شوي، پاکستاني پوځ ورته خپلې پوستې راوړاندې کړي دي)).

قومي مشر نور محمد وويل په همدې ترتيب پاکستان د نامنل شوې پولې په اوږدو کې په زياته اندازه خاوره نوې لاندې کړې. د قومي مشرانو په وينا په نامنل شوې پوله هر ډول فعالیت که اغزن تارونه وي او که ديوالو نه او دروازې، خو ولسونو ته د منلو وړ نه دي.

د يادولو ده چې پاکستان تر دې وړاندې هم په نامنل شوې پوله د کټارو، ديوالونو، اغزن تارونو او دروازو لګولو تابيا کړې، خو د افغان ولسونو لخوا د پاکستان دغسې کړنې د سخت مخالفت سره مخ شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: