پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / قبايل / خيبرپښتونخوا او قبايلو کې واورو له امله لارې بندې شوي

خيبرپښتونخوا او قبايلو کې واورو له امله لارې بندې شوي

د هوا پېژندنې د ادارې له مخې په راتلوونکو ۲۴ ساعتونو کې به د خيبر پښتونخوا او قبايلو په زياتو سيمو کې په اسمان ورېځې خورې وي او په ځينو ځايونو کې د باران ورېدو وړاندوينه هم شوې ده.

د باران دا لړئ د دوشنبې د ورځي نه شروع شوې او نن په دريمه ورځ هم په غرونو د واورې وريدو سلسله روانه ده، چې ورسره موسم نور هم يخ شوی دی.
د خيبر پښتونخوا او د قبايلو په غريزو سيمو کې واورو له وجې ځای په ځای سړکونه بند شوي او ځایي اولس ته تګ راتګ کې ستونزي پيداشوي دي.
د هوا پېژندنې ادارې وايي په پيښور کې نن د حرارت کمه درجه شپږ ډګري سينټي ګريډ ثبت شوې ده.
بلخوا د غريزو سيمو اوسېدونکي وايي دغلته د نشتو امکاناتو له امله دوی ته په ژوند کې سخت مشکلات رامخې ته شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *