سه شنبه , دسمبر 1 2020
کور / خبرونه / قبايل / خيبر پښتونخوا، بره دير کې دنجلۍ تښتولو هڅه ناکامه شوې

خيبر پښتونخوا، بره دير کې دنجلۍ تښتولو هڅه ناکامه شوې

بره دیر کې څه کسانو د یوې نجلۍ د تښتولو هڅه کړې، ولې پولیسو پر وخت ځان رسولی او د نجلۍ تښتولو دغه هڅه يې ناکامه کړې او په دې پېښه کې ککړ کسان يې نيولي دي.

د پوليسو په وينا تيره شپه ورته اطلاع رسېدلې وه چي د عشيرئ درې ناشامل سيمي نه يوه جينئ اغوا کړی شوې ده په کومه چې دوی په سمدستي توګه ناکې ولګولې او لاره کې يې دغه اغوا کار ونیول. پوليسو دغه کسان نيولي او جینۍ يې ترې خپله ولقه کې اخيستې ده. پولیس وايي نیول شوو کسانو کې د مردان تخت بهائي دوه ورونه رحم زاده اوحيات خان او د عشيرئ درې رحم زاده او رياض او يوه زنانه شامله ده.

پوليس زياتوي چي دا جينئ ملزمانو د رشتې په تنازعه اغوا کوله او ديوې زنانه همکارې په مرستې سره د دغه جينئ کور ته په تياره کې ننوتي وو او مور او پلار يې ورله په تشدد ژوبل کړي دي. وروسته په دې پېښه کې ککړو کسانو ياده نجلۍ له ځانه سره روانه کړې وه. پوليس وايي چي ددي جينئ ژوبل مور پلار درملنه روغتون کې روانه ده او دا جينئ هم معمولې زخمي شوې ده.

پوليسو په پېښه کې د ککړو پنځو ملزمانو پر ضد مقدمه درج کړې او پلټنې يې شروع کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: