بټګرام کې ناڅرګنده وسله والو کسانو زنانه کونسلره وژلې ده. د پولیسو په وینا د تمائی ویلج کونسل زنانه کونسلره حسن نسا د جامو وېنځلو لپاره نزدې نهر ته تللې وه او دغلته ناڅرګنده کسانو تشدد سره وژلې ده.
پولیس وايي چې د حسن نسا مړی يې نهر نه په داسې حال کې پيدا کړی چې په سر يې د زخمونو نښې وي. پولیسو د دې زنانه جسد پوسټ مارټم لپاره لېږلی او رپورټ ثبت کولو سره يې پلټنې شروع کړي دي.