پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / خيبر پښتونخوا، دير کې په ځايي ټاکنو کې ښځو برخه نه ده اخيستې

خيبر پښتونخوا، دير کې په ځايي ټاکنو کې ښځو برخه نه ده اخيستې

د خیبر پښتونخوا ایالت پېښور دير ولسوالۍ کې يوې ښځې هم په ځايي ټاکنو کې خپله رایه نه ده کارولې. ويل کېږي ټولو ګوندونو په ګډه يوه غونډه کې سوګند کړی و، چې ښځې بايد ټاکنو کې ګډون و نه کړي.

د پنجشنبې پر ورځ د دغه ایالت په بېلابېلو سيمو کې د ۱۰۸ ځايي څوکيو لپاره د پاکستان د ټاکنو کميسيون لخوا ټاکنې وشوې.

د لر دير ليرې سيمه ثمرباغ کې چې د جماعت اسلامي ګوند مشر سراج الحق په واک کې ده، تر څلور زرو ډېر د ښځو د رای اچونې مرکزونه دي، خو یوې ښځې هم خپله رایه نه ده اچولې.

د دغې سيمې يوې ښځې د نوم نه ښودلو په شرط وويل، ښځو رایه نه ده کارولې په دې خاطر چې سړیو ته د ښځو رایه مهمه نه ښکارېده.

هغې زیاته کړه په دغه سيمه کې ښځو ته د رایې اچولو لپاره د بهر وتلو کلتور نه شته او نه يې رایې ته څوک اړتيا لرې.

په دغه ځايي ټاکنو کې تر ډېره جماعت اسلامې مذهبي ګوند غړي نوماند دي چې د پايلو تر اعلانولو مخکې یې خپله بريا اعلان کړې.

د پاکستان وفاقي حکومت دې وروستيو کې يو قانون هم تصویب کړی چې وايي، په عامه ټاکنو کې چې په کومو ځایونو کې د ښځو رایه له ۱۰ سلنې کمه وه په هغه ځای کې به ټاکنې ځنډول کېږي.

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *