سه شنبه , سپتمبر 29 2020
کور / خبرونه / قبايل / خيبر پښتونخوا بنو کې يو پوليس په هدفي بريد کې وژل شوی

خيبر پښتونخوا بنو کې يو پوليس په هدفي بريد کې وژل شوی

نن سهار د خېبر پښتونخوا د بنو په “منډانه” سیمه کې په هدفي بريد کې يو پوليس وژل شوی دی. سرچينې وايي دغه پوليس هغه مهال د وسله والو نښه وګرځېد کله چې هغه د کور نه دندې ته روان و.

ځايي خلک وايي په دې وروستيو کې هلته په امنيتي کسانو او پوليسو باندې هدفي حملې زياتې شوي دي. تر دې وړاندې په چارسده او مردان کې هم يو شمېر پوليس په ورته پېښو کې وژل شوي دي.

خبري سرچينې وايي په بڼو کې د نن ورځې بريد يو ترهګريزه حمله وه.

د سیمې خلک وايي پوليس د ورته حملو پر وخت د حمله کوونکو په نيولو نه بريالي کېږي، خو وروسته په چاڼيزو عملیاتو کې اکثره بې ګناه کسان بريدونو سره د تړاو په تور نيول کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: