سه شنبه , سپتمبر 22 2020
کور / خبرونه / خيبر پښتونخوا سره د قبايلو د يو ځای کولو پرېکړه تائيد شوې
Prime Minister Shahid Khaqan Abbasi chairs meeting of the National Security Committee at Islamabad on 18th December, 2017.

خيبر پښتونخوا سره د قبايلو د يو ځای کولو پرېکړه تائيد شوې

د قبايلي سيمې اصلاحاتو عملي کولو يوې لوړ پوړې کمېټۍ په خېبرپښتونخوا کې د قبايلي سيمې ورګډول تاييد کړي دوی ويلي اسلام اباد دې په دغه اړوند پاليسۍ بيان وړاندي کړي. دا خبره ډان يوې ورځپانې په غونډه کې د دوو ګډونوالو له قوله کړې ده.

د وزیراعظم په مشرۍ تېره اوونۍ په ترسره شوې غونډه کې دا پرېکړه هم شوې چې د کال ۲۰۱۸م په جولايۍ کې کېدونکو عامو انتخاباتو کې به د قبایلو څخه د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ ۲۳ ممبران منتخب شي.

پرون د دوشنبې په ورځ وزيراعظم شاهدخاقان عباسي په خېبرايجنسۍ کې ويلي د قبایلي اصلاحاتو عملي کېدو کې اوس مياشتې نا ورځې پاتې دي.

خو نوموړي په خپلو خبرو کې د قبایلي قامي چوکاټ ته راوستو کومه نېټه نه ده ښودلې.

د يادې غونډې په اړوند چې په سرکاري کچ بيان نه دی ورکړی شوی پکې دا پرېکړه هم شوې چې د اېف سي ار قانون لانجمنې مادې به لرې کولی شي او په سيمه کې د بشپړ عدالتي نظام په ځای کېدو پورې دغه قانون روان وي.

د دغه ناستې درې ورځې وروستو وزيراعظم او د پوځ مشر د مولانا فضل الرحمان سره ليدلي او د دغه ليدنې په اړوند هم کوم سرکاري بيان مخې ته نه و راغلی خو مولانا ويلي د خبرو عمل به دومداره وساتي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: