پنجشنبه , اکتوبر 1 2020
کور / خبرونه / خيبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو نومليکنه بنده شوې

خيبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو نومليکنه بنده شوې

دخيبر پښتونخوا اړوند سيمو کې د پنځلس سوه زرو نه زياتو افغان کډوالو د استوګني په اړه ورکړل شوی ډيډلائن نن پوره شو او له دې سره د افغان کډوالو د نوملیکنې لړۍ بنده شوه. پېښور کې د افغان د افغان کمشنرۍ وياند قيصر آفريدي د وينا له مخې صوبه کې د افغان کډوالو د رجسټريشن ټول مرکزونه په عارضي توګه بند کړل شوي دي او د افغان مهاجرينو خپل هيواد ته د ستنېدو امکانات څرګند شوي دي۔
دوي دا هم ويلي دي پنځلس سوه زره رجسټرډ او غير رجسټرډ افغان مهاجرينو خلاف کاروايي کولو لپاره د اړونده چارواکو نه اجازت هم غوښتل شوی دی۔ بلخوا قيصر آفريدي دا هم ويلي دي چي د کډوالو نړوالي اداري يو اين ايچ سي آر، پاکستان او افغانستان حکومتي چارواکو ترمينځ د مهاجرينو د راجستر کولو او نور وخت ورکولو په اړه معاهده شوې، ولي د وفاقي کابيني منظورۍ نه وروسته به دوی ته نور وخت ورکول کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: