شنبه , مې 8 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / قبايل / خيبر پښتونخوا کې يو بل نرښځی په ډزو سره وژل شوی

خيبر پښتونخوا کې يو بل نرښځی په ډزو سره وژل شوی

د خېبرپښتونخوا مهم ښار پېښور کې نن د يکشنبې په سهار نامالومه وسله والو يو نرښځی په ډزو وژلی دی.

د نرښځيانو د حقونو دپاره کارکوونکي تېمور کمال رسنيو سره خبرو کې د دې پېښې پخلی وکړی دی: (سپوږمۍ نومې خواجه سرا (نرښځی) په پېښور سُپرمارکېټ کې اوسېدو هلته ويشتل شوی او د هلته نه اېل ار اېچ هسپتال ته راوړل شوی  او هلته مړ شو دی).

د لېډي ريډنګ روغتون (اېل ار اېچ) ویاند ويلي سپوږمۍ شپږ ډزه ويشتل شوی او روغتون کې يې د درمنلې پر مهال ژوند د لاسه ورکړی دی.

په سمدستي ډول د پېښې په اړوند نور تفصيل مخې ته نه دی راغلی او د نرښځيانو مشران او د دوی د حقونو لپاره کار کوونکي وايي مالومات رايوځای کوي.

پوليسو ويلي د پېښې پلټنې يې پېل کړي دي.

تېمور کمال وايي “يواځې په خېبرپښتونخوا کې د کال ۲۰۱۵م نه تر اوسه پورې ۵۴ نرښځيان وژل شوي دي”.

هغه زیاته کړه دلته نه يواځې نرښځيان وژل کيږي بلکې د نرښځيانو د حقونو لپاره غږ پورته کوونکو ته هم ګواښونه کيږي.

تېره مياشت پېښور کې د هاجره نومې نرښځي مړی به داسې حال کې ترلاسه شوی و، چې به تشدد سره وژل شوی و.

پاکستان کې د وروستيو ترسره شوو سرشمېرنو له مخې په ملک کې د ۱۰زرو نه ډېر نرښځيان دي او دوي وخت په وخت دغه شکايت کوي چې حکومت ورته د دوی حقونه نه ورکوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *