سه شنبه , سپتمبر 29 2020
کور / خبرونه / قبايل / داحسان الله احسان دنه خوشې کولو امر ورکړل شوی دی

داحسان الله احسان دنه خوشې کولو امر ورکړل شوی دی

پيښور هائي کورټ وفاقي حکومت ته د ټي ټي پي پخواني ترجمان او کالعدم وسلوال تنظيم جماعت الاحرار لارښوونکی احسان الله احسان نه خوشې کولو احکامات جاري کړي دي.

دا احکامات نن دپيښور هائيکورټ چيف جسټس يحېي آفريدي او جسټس اعجاز انور باندي مشتمل دوه کسيزه بنچ حکومت ته تسليم شوي د وسلوال تنظيم ترجمان احسان الله احسان په ضد جمع کړے شوي درخاست اوروني په وخت ورکړل۔ دغه درخاست د آرمي پبلک سکول حمله کې مړ شوي صاحبزاده عمر پلارايډوکيټ فضل خان جمع کړے په کوم کې چې عدالت ته خواست شوے دے چي د احسان الله احسان په ضد دې مقدمه فوځي عدالت کې وچلولي شي او دے دي معاف نکړے شي.

نن اورونې په وخت د درخاست کونکي وکيل عدالت ته وويل چي احسان الله احسان په شپاړسم دسمبرکال دوه زره څوارلس کې آرمي پبلک سکول باندې د حملې ذمه واري قبوله کړې، ولې اوس ده ته د معافئ ورکولو خبرې روانې دي په کومه چي عدالت وفاقي حکومت د ملزم ممکنه خوشې کولو نه منع کړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: