دوشنبه , نوومبر 30 2020
کور / خبرونه / افغانستان / داسې وسله وال هم روزل شوي چې د ملي اردو سرتېرو پسې کورونو ته ورځي

داسې وسله وال هم روزل شوي چې د ملي اردو سرتېرو پسې کورونو ته ورځي

د وسله والو طالبانو د ګواښ له امله د افغان ملي اردو لیکو ته د جلب او جذب کچه ټیټه شوې ده. دخبرونو له مخې پاکستان دوسله والو داسې ډلې روزلي چې له کلونو راهېسې يوازې د ملي اردو سرتېري او د دوی کورنۍ نښه کوي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه وايي چارواکي د جذب په بهیر کې د یوې برخې د کمېدو خبره مني خو وايي هیله لري چې د روان کال په پای کې هغه شمېر سرتېري جذب کړي چې دوی یې پلان درلود.

ورځپاڼه د ملي اردو د جلب او جذب د ملي مرکز د قوماندن جنرال محمد ابراهیم په حواله وايي، تېر کال ۳۷ زره کسان د ملي پوځ لیکو ته جذب شوي وو او په ۲۰۱۵ کال کې دغه شمیره ۴۲۰۰۰ وه.

ده ویلي د روان کال په لومړۍ نیمايي کې ۱۳۰۰۰ کسان جذب شوي خو په دویمه نیمايي کې د ۲۵۰۰۰ کسانو د جذب پلان لري.

ده هم منلې چې د نویو کسانو په جذب کې له ننګونو سره مخامخ دي.

ورځپاڼه د دغو ګواښونو د مثال په ډول د یوه سرتېري کیسه کوي چې په پوځ کې له دوه کلن خدمت وروسته کورته ستون شوی.

ده ویلي هلمند کې یې دنده ترسره کړې، خو خپله دنده د جګړې د سختوالي له امله نه ده پرېښې، ده ویلي وسله والو طالبانو یې پلار ته ګواښ کړی چې خپل زوی کور ته راوغواړي کنه نو دوی ته به زر ډالره یو کلاشینکوف او مرمۍ ورکوي.

دخلکو په وينا دوسله والو داسې ډلې شته چې يوازې د افغان ځوکونو پر وړاندې راپورته شوي، په پاکستان کې روزل شوې دغه ډلې د افغان ځواکونو په سرتېرو پسې په رخصتیو کې کورونو ته ورځي. له همدې وېرې هغه کورنۍ چې غړي يې په افغان ځواکونو کې دندې لري، نه شي کولای په خپلو کليو کې پاتې شي. ډېرې دغسې کورنۍ دا مهال په ښارونو کې اوسېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: