پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / د وزيرو په جګړه کې ۵۱ کسان مړه او ژوبل دي

د وزيرو په جګړه کې ۵۱ کسان مړه او ژوبل دي

د ننګرهار خوږياڼو ولسوالۍ کې د داعش او طالب وسله والو ترمنځ د څو ورځنيو نښتو له امله د ١٢ ملکي وګړو په ګډون ٥١ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.بلخوا چارواکي وايي، د نښتو له امله شاوخوا دوه زره کورنۍ هم بې ځايه شوي چې ورسره يې د مرستو لړۍ پيل کړې ده.

دا نښتې شاوخوا شپږ ورځې وړاندې د خوګياڼيو د وزيرو په تنګيو کې رامنځ ته شوي. تازه خبرونه وايي چې داعش وسله وال د وزیرو کمبو ته راننوتي دي.

ویل کیږي د اورپکو ډلو تر منځ جګړه د شنبې د ورځې /د اکتوبر۱۴مه/ راهیسې پيل شوې او ورځ تر بلې زور اخلي.‌

د خوګیاڼو ولسوالۍ له مرکز کږې بازار څخه یوه عیني شاهد چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي وویل چې د کډو بهیر بېخي زیات دی، د ولسوالۍ بازار ډک دی او خلک سرګردان دي چې کومې خواته لاړ شي.‌ د خبرونو له مخې کډه شویو کورنیو چې ماشومان، ښځې او زاړه کسان په کې دي، د چمتلې په دښته او خوا و شا سیمو کې اړولي او یو شمېر یې د جلال اباد ښار ته رسېدلي دي.

د داعش او وسله والو طالبانو ترمنځ نښتې د دې نه وړاندې په چبرهار او ځينو نورو ولسواليو کې هم رامنځ ته شوي دي، ويل کېږي د سپين غره د لمنو په اوږدو کې د داعش د پرمختګ پر وړاندې وسله وال طالبان ولاړ دي، چې نوو سيمو ته په خوځښت کې د دواړو غاړو ترمنځ مرګونې نښتې پېښېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *