پنجشنبه , نوومبر 26 2020
کور / خبرونه / افغانستان / داعش او طالب ډلو خپلمنځي نښتو کې ۳۰ وسله وال مړه او ژوبل دي

داعش او طالب ډلو خپلمنځي نښتو کې ۳۰ وسله وال مړه او ژوبل دي

چارواکي وايي، د خوګياڼو د وزيرو په تنګي کې د داعش او طالب وسله والو ترمنځ  نښته کې ۳۰ وسله وال مړه او ژوبل دي. يادې نښتې د دې سبب شوي چې ځايي خلک سيمه برېږدي، دغلته په جنګونو کې اوس يوازې دواړو خواوو وسله والو ته مرګ ژوبله اوړي او د ولسي خلکو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه ويل کېږي.
په ختيځ کې د ملي اردو د ۲۰۱ سيلاب قول اردو رسنيو ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ويلي، چې تېره ورځ دننګرهار د خوګياڼو ولسوالۍ په وزيرو تنګي کې يو ځل بيا د داعش او طالب وسله والو ترمنځ خپل منځي نښته شوې، چې له امله يې ۱۱ داعش او ۵ طالب وسله وال وژل شوي او له دواړو لورو څخه ۱۴ تنه ټپيان شوي دي.

داعش او طالب وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: