شنبه , دسمبر 5 2020
کور / خبرونه / داعش او نورو ترهګرو ډلو ته ټولنيزې رسنۍ د جنګ ډګرونه دي

داعش او نورو ترهګرو ډلو ته ټولنيزې رسنۍ د جنګ ډګرونه دي

په داسې حال کې چې دعراق او شام په زیاتو برخو کې داعش ماتې خوړلې او په ځمکه یې قبضه کمه شوې، د دوی په ګډون نورو ترهګرو ډلو په سيمه او نړۍ کې په ټولنيزه ميډيا د توندلارۍ د ودې او د خپلو پلويانو دهڅونې رسنيز جنګ تود ساتلی دی.

د يادو ډلو پلويانو په سیمه او نړۍ کې دتندلاریتوب د ودې، خپلو ليکو ته دجنګیاليو د ورماتولو او په ټوله کې ترهګرۍ ته دتشویقولو کارونه تيز کړي دي.

ترهګرې ډلې او دهغوئ پلویان دخپلو دغو اهدافو لاس ته راوړلو لپاره ټولنیزې رسنۍ دخپلې یوې مهمې وسیلې په توګه کاروي.

څیړونکي تور لګوي چې ترهګرې ډلې دپروپیګنډو تیارولو او دهغې خورولو لپاره نوې لارې او ګودرې ګوري او دغو هڅو ته یې هاغه مهال زیان رسیدلی و کله چې داعش د شام په شمالي ښار رقه خپل تسلط دلاسه ورکړ.

دغه سیمه د ترهګر تنظیم داعش خپلسره پلازمینه او د ابلاغ مرکز ګڼل کیدو.

خو دغه څیړونکي دا خبرداری هم ورکوي چې دهغوئ دمیډیا د زوړ ریکارډ مخې ته راوړل او ټولنیزو رسنیو ته په اسان ډول لاس رسی ښایي چې تر ډیرې مودې به د انټرنیټي موقعو موندنې په صورت کې دخلافت وجود په ځای پاتې وي، ولې دداعش ځمکنی واک له مینځه ځي. له داعش پرته نورې ډلې هم په همدې حالت کې دي.

 واشنګټن کې دترهګرۍ د مخنيوي دپروژې يو مشاور تیره ورځ ویلي”دامهال مونږ په ویب پاڼو دیوې لویې ستونزې سره مخ یو او هغه داچې اوس په یو بل پسې په لکونو داسې ویډیوګانې په اسانه خپریږي او خلک یې په اسانه ګوري چې مقصد یې دخلکو تندلاریتوب ته مائله کول دي “

هغه وويل، دټولنیزو تماسونو لویې ادارې فیس بک،ګوګل اؤ ټوئټر داسلامي تنګ نظرۍ د موادو لرې کولو هڅې کوي خو تر دې مهاله یې ګټورې نتیجې نه دي لیدل شوي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: