جمعه , دسمبر 4 2020
کور / خبرونه / افغانستان / داعش ترهګرې ډلې د کابل د حملې مسئوليت منلی

داعش ترهګرې ډلې د کابل د حملې مسئوليت منلی

داعش تروریستي ډلې د کابل د نن /سې شنبې/ د تروریستي برید مسوولیت ومانه. په دې پېښه کې د اوښتو ملکي تلفاتو په اړه معلومات يوه خوله نه دي.

لاهم د دې انتحاري حملې په نتیجه کې د وژل شویو او ټپیانو د شمېر په اړه بېلابېل راپورونه ورکول کېږي. د کورنیو چارو وزارت وايي چې ۴ تنه وژل شوي او ۱۳ نور ژوبل دي. په نورو راپورونو کې د ۳، ۸، او ۱۳ تنو د وژل کېدو او تر ۲۱ پورې د ژوبلېدو ادعاوې شوي دي.

ځینې روغتوني سرچینې وايي چې په چاودنه کې ۱۳ تنه وژل شوي او ۲۱ نور ژوبل دي.

د رویټرز خبري اژانس د تلویزیون خبریال وايي چې لږترلږه د 8 تنو مړي یې لیدلي دي. فرانس پریس خبري اژانس هم د ۸ تنو وژل کېدا تاییدوي.

تازه خبر وايي چې په چاودنه کې ۱۵ تنه ژوبل شوي دي.

د روغتون مسوولان وايي چې تراوسه په چاودنه کې ۳ تنه وژل شوي او ۱۰ تنه ژوبل شوي دي. ټپیان روغتونونو ته رسول شوي دي. د عامې روغتیا وزارت وايي د درو تنو مړي روغتون ته وروړل شوي چې په هغو کې یوه ښځه ده.

امنیتي چارواکي وايي چې حمله د انتحاري حملې په نتیجه کې شوې ده. چاودنه د مازدیګر په ۴ بجې وشوه.

امنیتي چارواکي وايي لومړني معلومات ښيي چې حمله کوونکی پر موټرسایکل سپور و.

د دفاع وزارت ویندوی دولت وزیري وايي: (زموږ لومړني معلومات ښيي چې انتحاري حمله کوونکی پر موټرسایکل سپور و. د تلاشۍ له لومړۍ پوستې تېر شو خو په دوهمه کې ودورل شو او همالته یې ځان والوزاوه.)

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: