سه شنبه , دسمبر 1 2020
کور / خبرونه / افغانستان / داعش د پاکستان پروژه ده، غواړي چې د افغانستان پر ضد یې وکاروي

داعش د پاکستان پروژه ده، غواړي چې د افغانستان پر ضد یې وکاروي

د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست وزیر طارق شاه بهرامي ویلي چې داعش د پاکستان پروژه ده، د هغوی له خوا جوړه شوې او غواړي چې د افغانستان پر ضد یې وکاروي او د فشار د آلې په توګه کار ځیني واخلي. نوموړي د امریکا غږ راډیو سره دغه خبري کړي او ویلي يې دي چې پاکستان د افغانستان دښمن هیواد دی، وخت په وخت یې د افغانستان سره په بیلا بیلو لارو دښمني پاللې ده، اوس هم د داعش په واسطه غواړي چې افغانستان کمزوری کړي او د فشار د آلې په توګه یې وکاروي. بهرامي وویل چې پاکستان یې نه دی پری ایښی چې په خپلو موخو کې بریالي شي ځکه چې د افغانستان وسلوال پوځ پياوړی دی او د پاکستان پلانونه یې پر وخت خنثی کړي دي. باید وویل شي چې ددې تر مخه پر امریکا او خپله پر حکومت هم تور پوري شوی چې په افغانستان کې يې د داعش ملاتړ کړی تر څو طالبان په کمزوري او د بهرنیو ځواکونو پر ضد وسلوال مقاومت باندي کمزوری کړي. بلخوا پاکستان تور پوري کوي چې د هندوستان د افغانستان د استخباراتو څخه په استفادې په پاکستان کې د وسلوالو ملاتړ کوي او دغه هیواد ته ستونزې ایجادوي.


 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: