یکشنبه , فبروري 28 2021
کور / خبرونه / افغانستان / داعش وسله والو په نورستان کې پر دولتي پوستو بريدونه کړي

داعش وسله والو په نورستان کې پر دولتي پوستو بريدونه کړي

د افغانستان د نورستان ولایت سیمه ییز مقامات وايي چې داعش وسله والو تېره شپه د واما په ولسوالۍ کې د پولیسو پر یوه پوسته برید کړی او درې حکومتي عسکر یې وژلي دي.

د واما ولسوال عنایت الله وویل چې جګړه تېره شپه ناوخته سیریګل سیمه کې په یوه امنیتي پوسته شوې چې له امله یې درې پولیس وژل شوي دي.

نوموړي وویل ” داعش ډلې ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده، خو مالومات نشته دی چې څومره کسان پکې مړه دي”.

دا په نورستان کې د داعش ډلې او افغان ځواکونو تر منځ لومړنۍ جګړه ده.

د نورستان د ولایتي شورا رییس انجنیر سعد الله پاینده زوی هم دغه جګړه تایید کړې او وايي چې د بیګانۍ جګړې سیمه د کونړ د چپې درې ولسوالۍ سره نښتې ده، ځکه نو ممکن د کونړ له سیمې داعش وسله وال د نورستان خاورې ته اوښتي وي.

نوموړی وايي چې په نورستان کې د داعش ډلې دغه ډول فعالیتونه ورته د اندېښنې وړ دي.

تر اوسه داعش ډلې ددغې جګړې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د نورستان د ګاونډي ولایت کونړ په ډېر شمېر سیمو کې هم داعش ډلې خپل فعالیت پیل کړی او په ځینو سیمو کې یې له حکومتي ځواکونو سره مخامخ جګړې هم  شوې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *