په کوټه کې د تېرې ورځې د ځانوژونکې حملې پړه داعش ډلې منلې ده. په دې حمله کې د وروستيو خبرونو له مخې د درېيو ښځو په ګډون نهه کسان وژل شوي او ۵۰ نور چې ماشومان هم پکې دي، ژوبل شوي دي.
داعش وسله والې ډلې پر خپلې وېبپاڼې “اعماق” د دې بريد پړه منلې ده.
چارواکي وايي، د برید په وخت په کلیسا کې ډېر کسان په عبادت بوخت وو.
“ده میټوډسټ” کلیسا په ۱۹۳۵ کال کې جوړه شوې وه چې د ښار د اورګاډي تمځي ته څېرمه د ګڼې ګوڼې پر یوه ډکه لار پرته ده.
د ۲۰۱۵ مارچ میاشت کې د لاهور یوحنا اباد سیمې پر کلیسا ځانمرګي برید لږترلږه ۱۵ کسان ووژل، او تر هغه وړاندې د ۲۰۱۳ کال په سپټمبر کې د پېښور کوهاټي ګېټ پر کلیسا ځانمرګي برید بیا ۸۰ کسان وژلي وو.