پنجشنبه , دسمبر 3 2020
کور / خبرونه / افغانستان / دافغانستان او هند ترمنځ دویمه هوايي لار هم پرانیستل شوه

دافغانستان او هند ترمنځ دویمه هوايي لار هم پرانیستل شوه

لوړ پوړو افغان او هندي چارواکو او افغان سوداګرو هند ته د افغانستان د مېوې او نورو توکو د لېږدولو لپاره دویمه هوايي لار پرانیستله. ټاکلې ده چې د دویمې هوايي لارې په پیلېدلو سره د افغان سوداګرو توکي له کندهار او کابل د هند ممبيي ښار ته ولېږدول شي.

د افغان ولسمشر دویم مرستیال په دې مراسمو کې دا لار د کابل او نوي ډېلي ترمنځ د اړیکو د پراختیا برخه کې بل ګام وباله. د سرور دانش په خبره، افغانستان هڅه کوي چې د سړک او پټلۍ له لارې خپل ګاونډي هېوادونه سره ونښلوي.

هغه له دې هېوادونو هم وغوښتل چې خپل سیاست کې دواه اړخیزه ګټه په پام کې ونیسي. نوموړي د کندهار- کابل او ممبيي ترمنځ د هوايي لار د پیلېدلو په هکله وویل، چې افغانستان له دې لارې ګاونډیو هېوادونو او نړیوال مارکېټ ته خپل تولیدات لېږدوي.

د هغه په خبره، ماهاراشترا ایالت ۱۲۲ میلیون وګړي لري چې ایالتي پلازمېنه ممبيي ښار یې ۱۵ میلیونه وګړي لري او دا ښار د هند اقتصادي زړه هم بلل کېږي. سرور دانش زیاته کړه چې نږدې څلور زره افغان زدکوونکي په دغه ایالت کې زدکړې کوي چې نږدې درې نیم زره یې په پونه ښار کې پر درس بوخت دي.

لومړنۍ هوايي لار نږدې شپږ میاشتې مخکې پرانیستل شوې ده. د سوداګریزو توکو په تېره مېوې د لېږدولو لپاره د افغانستان او هند ترمنځ لومړنۍ هوايي لار د روان لمریز کال په غوايي میاشت کې پرانیستل شوه.

افغان حکومت وايي، چې تېرو شپږو میاشتو کې یې له ۱۶ زرو ټنو ډېره وچه مېوه او درملین بوټي په ۵۱ الوتنو کې نوي ډېلي ته لېږدولي، چې ارزښت یې میلیونونو ډالرو ته رسېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: